Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بدخشان کې یو ځل بیا زلزله شوې

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۱): د امریکا د ځمک‌پېژندنې اداره وایي، نن شاوخوا ۱۱:۵۱ دقیقې د افغانستان په شمال ختیځ کې د ريښتر په کچه ۴.۲ درجې زلزله شوې ده.

یادې ادارې د زلزلې مرکز بدخشان ولایت یاد کړی او ژوروالی یې ۲۱۹ کیلومتره ښودلی دی.

یادې ادارې تر اوسه د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د بدخشان په مرکز فیض‌اباد ښار او ځینو ولسوالیو کې د سلواغې په ۲۷مه هم د منځنۍ کچې زلزله شوې وه.

نړۍوالو سرچینو هغه وخت خبر ورکړی و چې د زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۴،۷ درجې وه.

څو ورځې مخکې هم په یاد ولایت کې د ۴،۴ درجې زلزله شوې وه، خو زیانونه یې درلودل.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.