ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کجکي بند کې د اوبو کمښت؛ خلک یې لامل د واټرپمپونو په وسیله له سینده د اوبو ایستل بولي

کجکي بند کې د اوبو کمښت؛ خلک یې لامل د واټرپمپونو په وسیله له سینده د اوبو ایستل بولي

author avatar
19 Feb 2023 - 14:29
کجکي بند کې د اوبو کمښت؛ خلک یې لامل د واټرپمپونو په وسیله له سینده د اوبو ایستل بولي
author avatar
19 Feb 2023 - 14:29

لښکرګاه (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۱): د هلمند ولایت یو شمېر اوسېدونکي او مسوولین وايي، کجکي بند ته له ورغلي سیند هره ورځ د سلګونه واټرپمپونو په وسیله اوبه ایستل کېږي او دغه کار په بند کې د اوبو د کمېدو لامل ګرځېدلی دی.

د یاد ولایت د کجکي ولسوالۍ د نصواریانو کلي اوسېدونکي حاجي محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، پر درې کلنې وچکالۍ سربېره هره ورځ د کجکي بند له شاوخوا په غېرقانوني توګه د سلګونو واټرپمپونو په وسیله اوبه ایستل کېږي چې له امله یې په بند کې په کافي اندازه اوبه نه راټولېږي.

هغه زیاته کړه چې دې چارې ان د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی محدود کړی دی.

نوموړي وویل: «په هلمند کې کرنیزې ځکمې چې له کجکي بنده خړوبېږي، اوس تر ډېره د اوبو نه شتون له امله شاړې دي او له همدې امله کال په کال د کرنیزو محصولاتو کچه راټیټېږي. «

دغه‌راز د یادې ولسوالۍ د زمین‌داور اوسېدونکي حاجي عبدالقیوم اخندزاده وویل، پخوا اوبه پرېمانه وې او خلکو به خپلې ځمکې له نوبت پرته خړوبولې، خو اوس ان خلک د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.

هغه وویل: «که د هغو واټرپمپونو مخه ونیول شي چې کجکي ته له ورغلي سیند څخه اوبه پورته کوي نو کجکي بند به همیشه په کافي اندازه وبه ولري، نه به برېښنا پرې کېږي او نه به خلک د اوبو له کمښت سره مخ شي.«

بلخوا، په هلمند کې د یو شمېر صنعتي کارخونو مسوولین هم د برېښنا نشتون له امله شکایت کوي او له حکومته غواړي چې کجکي بند ته له ورغلي سینده د واټرپمپونو په وسیله د اوبو ایستلو مخه دې ونیسي.

په لښکرګاه کې د پنبې د پروسس یوې فابریکې مسوول حاجي قدرت‌الله وایي: «که د کجکي برېښنا نه وي موږ ته د ګټي پر ځای زیان اړوي او که د کجکي برېښنا وي نو ورسره زموږ ګټه هم زیاته وي.»
د هلمند ولایت د برېښنا ریاست مسوولین هم د کجکي بند نه ډکېدو لامل دغه بند ته له ورغلي سیند څخه د واټرپمپونو په وسیله په غېرقانوني توګه د اوبو ایستل ګڼي.

د یاد ریاست د عملیاتي برخې مدیر انجنیر وحیدالله عليزي پژواک ته وویل، کجکي بند ته له ورغلي سینده خلک د واټرپمپونو په وسیله اوبه وباسي نو ځکه د بند کاسه نه ډکېږي.

په ورته وخت کې، د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض وايي چې امیرالمومنین د یادې ستونزې د حل لپاره کابینې ته حکم کړی او هیله ده چې ډېر ژر حل شي.

Views: 114

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.