کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړی استازی وایي چې د افغانستان په چارو کې یې د چین له ځانګړي استازي سره د افغانستان په حوزه کې د پایدارې سولې او ثبات ټینګښت په موخه د بیجینګ ـ تهران د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي تېره ورځ (یکشنبه) په یوه ټویټ کې د افغانستان په چارو کې د چین له ځانګړي استازي یوي شیایونګ سره د لیدنې خبر ورکړی دی.
نوموړي ویلي، دواړو لورو د همکاریو عملي کېدو پر کړنلارو هم خبره کړې دي.
د یادونې ده، حسن کاظمي قمي څه موده وړاندې په کابل کې د ایران د سفیر په توګه کار پیل کړ.
Views: 64
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن