ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مالیې وزارت: د مالي کال لومړیو ۱۱ میاشتو کې له ګمرکونو ۱۰۰ میلیارد افغانۍ راټولې شوې دي

د مالیې وزارت: د مالي کال لومړیو ۱۱ میاشتو کې له ګمرکونو ۱۰۰ میلیارد افغانۍ راټولې شوې دي

author avatar
20 Feb 2023 - 15:40
د مالیې وزارت: د مالي کال لومړیو ۱۱ میاشتو کې له ګمرکونو ۱۰۰ میلیارد افغانۍ راټولې شوې دي
author avatar
20 Feb 2023 - 15:40

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د هېواد مالیې وزارت وایي چې د افغانستان ګمرکونو په تاریخ کې یې په لومړي ځل د مالي کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې ۱۰۰ میلیارد افغانۍ له ګمرکونو راټولې کړې دي.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، سربېره پر دې چې د لومړنیو خوراکي توکو ګمرکي تعرفه د سرپرست حکومت له لوري ۶۸ سلنه ټیټه شوې، بیا هم د مالي کال له پای ته رسېدو مخکې په یاده اندازه عواید راټول شوي دي.

د دغه وزارت په خبره، له دې مخکې د هېواد ګمرکونو کلني عواید له ۷۲ میلیارد افغانیو لوړ شوي نه دي.

سرچینې زیاته کړې: «د ګمرکونو عوایدو بېساري لوړېدل دا ښیي چې په ګمرکونو کې ژمن او مسلکي کسان ګومارل شوي، د فساد کچه صفر ته رسېدلې او په ګمرکي چارو کې پوره شفافیت رامنځته شوی دی.»

د مالیې وزارت څرګنده کړې ده، ټول هغه خنډونه چې د سوداګرۍ پر وړاندې پراته دي او یا یې د فساد زمینه برابره کړې، له منځه تللي دي.

Views: 30

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.