ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خاص اروزګان ولسوالۍ کې د اوبو ستونزه؛ دولتي ادارې د اړتیا وړ اوبه له سینده راوړي

خاص اروزګان ولسوالۍ کې د اوبو ستونزه؛ دولتي ادارې د اړتیا وړ اوبه له سینده راوړي

author avatar
20 Feb 2023 - 14:44
خاص اروزګان ولسوالۍ کې د اوبو ستونزه؛ دولتي ادارې د اړتیا وړ اوبه له سینده راوړي
author avatar
20 Feb 2023 - 14:44

ترینکوټ (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ ولسوال وايي، په دې ولسوالي کې د اوبو کمښت له امله اړ شوي چې د څښاک او اړتیا وړ نورې اوبه له سینده راوړي.

خاص اروزګان ولسوالي چې د اروزګان له ناامنو ولسوالیو وه، د تېرو کلونو په جګړو کې یې نه یوازې دولتي ودانۍ، عامه تاسیسات او بازار وران شوي، بلکې د اوبو او برېښنا په څېر خدمات هم په کې په ټپه درېدلي دي.

د دې ولسوالۍ ولسوال مولوي امین پژواک خبري اژانس ته وویل، د ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ په ګډون دولتي ادارې اوبه نه لري او اړ شوي چې د څښاک او اړتیا وړ نورې اوبه پنځه کیلومتره لرې له سینده راوړي.

نوموړي زیاته کړه، یو رینجر موټر او دوه طالبان یې همدې ته ګومارلې چې له سینده په بوشکو کې اوبه راوړي.

دی وايي، هغه مهال چې ولسوالۍ ته له ولایته مېلمانه یا نور مراجعین راځي نو دا چاره ډېره ستونزمنه شي؛ ان د شپې یوه بجه یې هم خپل کسان په اوبو راوړلو پسې استولي؛ ځکه دلته نږدې اوبه نه پیدا کېږي.

امین وویل، دغه ستونزه یې له ولایتي ادارې سره شریکه کړې خو تر اوسه نه ده حل شوې او په خپله هم دومره امکانات نه لري چې دا ستونزه حل کړي.

د نوموړي په خبره، که یوه برمه ووهل شي او د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شي نو د ولسوالۍ د ټولو دولتي ادارو ستونزه به ورسره هواره شي.

هغه په دې برخه کې له مرستندویه ادارو هم د همکاري غوښتنه وکړه چې په دې ولسوالۍ کې د اوبو رسولو شبکه جوړه کړي څو د دولتي ادارو په ګډون د ولسوالۍ د بازار د دوکاندارانو او نورو خلکو ستونزې ورسره حل شي.

دغه راز، د خاص اروزګان ښاروالي قاري نقیب‌الله هم وايي، د ولسوالۍ ټول اوسېدونکي د څښاک اوبو له نشتوالي سره مخ دي؛ ځکه د وچکالۍ له امله تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه ټیټه شوې او د ژورو څاګانو کیندلو توان نه لري.

نوموړي پژواک ته وویل، د ولسوالۍ په بازار کې د اوبو یوه برمه شته چې ډېر مهال خرابه وي او د ښاریانو اړتیا نه شي پوره کولای.

د ولسوالۍ د بازار یوه دوکاندار حاجي فضل الهادي هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې دلته د اوبو د کمښت ستونزه جدي ده او ان د ولسوالۍ مرکزي جامع جومات هم اوبه نه لري او خلک اړ شوي د اوداسه اوبه له سینده راوړي.

دی هم له مسوولینو د دې ستونزې حل غواړي.

د اروزګان والي مولوي محمدعلي جان احمد پژواک خبري اژانس ته وویل، هڅه کوي د خاص اروزګان ولسوالۍ د اوبو ستونزې ته حل لار پيدا کړي.

هغه زیاته کړه، ځايي مسوولینو ته یې د یوې برمې وهلو امکانات ورکړي څو دغه ستونزه یو څه ژر حل شي.

دی وايي، د ولسوالۍ په کچه د اوبو نشتوالي ستونزې د حل په موخه یې د مرستندویه موسسو له مسوولینو سره ناستې کړې او له هغوی یې په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

هغه ډاډ ورکړ چې د ولسوالۍ خلکو ته د څښاک اوبو رسولو په ګډون به نور خدمات هم ورسوي.

د یادونې ده، د خاص اروزګان ځايي مسوولینو او خلکو له دې مخکې شکایت کړی و چې د ځای نشتوالي له امله د ګڼو دولتي ادارو کارکوونکي په څلورو کرايي دوکانونو او یوې خونې کې دندې مخې ته وړي.

د دغه ولایت له مرکزه شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره لرې دا ولسوالۍ د تېرو جګړو پر مهال سخته ځپل شوې چې د ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ په ګډون یې ټولې دولتي ودانۍ ویجاړې شوې دي.

Views: 41

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.