ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اکبر اغا: افغانان د مشورې او څوکۍ غوښتنې حق لري

اکبر اغا: افغانان د مشورې او څوکۍ غوښتنې حق لري

author avatar
21 Feb 2023 - 17:49
اکبر اغا: افغانان د مشورې او څوکۍ غوښتنې حق لري
author avatar
21 Feb 2023 - 17:49

کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۱): د اسلامي امارت پخوانی چارواکی سید محمداکبر اغا وايي، افغانان حق لري چې مشوره ورسره وشي، د نجونو پر زده‌کړو محدودیت دې نور لرې شي او څوک چې ښه موصفات لري، هغوی باید په حکومت کې داخل او واک ورکړل شي.

هغه افغانان مخالفتونه کوي چې په تېرو ۴۳ کلونو کې ماړه نه شول

د اسلامي امارت پخوانی چارواکي سید محمداکبراغا د «پژواک مېلمه» خبرونه کې وویل، په افغانستان کې د ناټو او غربیانو ماتې، د تېر حکومت په تلو افغانستان کې د قدرت خلا ډکول او په هېواد کې په داسې حال کې د اسلامي نظام اعلانول چې مخالفتونه ډېر وو، د اسلامي امارت له لاسته راوړنو دي.

دی وايي: «دلته که وګورو، مخالفتونه شوي او اوس هم شته، خو اتفاق او یووالی هم شته؛ مخالفتونه د هغو ملکونو له امله دي چې په افغانستان کې اسلامي نظام نه غواړي، یا په افغانستان کې خپل مطالب لري، یا هغه افغانان چې دا ۴۳ کاله یې زړه موړ نه شو او جېب یې ډک نه شو؛ ځکه مخالفت کوي څو بیا واک ته راشي، خو د هېواد دننه داسې مخالفتونه نشته چې څوک ووايي، طالب دا بد کړي، دا بد کړي او دا بد کړي او په کار ده چې پر وړاندې یې یوه څه وشي او داسې مخالفتونه هم نشته چې سړی ترې وویرېږي.»

هغه زیاته کړه، په افغانستان کې داسې ستونزې نشته چې خلکو ایجاد کړې وي، خو هغه ستونزې شته چې بهرنیانو جوړې کړې؛ لکه د رسمیت نه پېژندلو موضوع، ځيني تعزیرات او د سوداګرو او مسلکي کسانو د وتلو ستونزې.

اکبراغا زیاتوي: «هغه ستونزې چې بین الافغاني دي، هغو ته باید بهرنۍ بڼه ور نه کړو، یا نور څوک یې هم باید ورنه کړي او که بهرنیان دا کار کوي نو دا په افغانستان کې مداخله ده، که زموږ افغانان هڅه کوي، بهرنۍ بڼه ورکوي نو زما په فکر دا ځان پردي کول دي، نو ښه خبره دا ده چې دا خبرې افغانان په خپل منځ کې حل کړي.»

د سید اکبر اغا په وینا، په افغانستان کې هغو مسایلو ته چې د ښځو ضرورت شته، هغه باید حل او داسې لاره دې ورته جوړه شي چې اسلامي نظام ته تاوان ونه رسوي.

دی وايي: «بهرنیان د ښځو د زده‌کړو موضوع حربه غوندې کاروي، غواړي چې خپلو موخو ته ورسېږي او د حکومت او خلکو ترمنځ واټن رامنځته کړي، خو دغه ټکي ته باید نور د پای ټکی کېښودل شي.»

د افغانانو قربانۍ او د هغوی له خوا د څوکۍ او مشورې حق غوښتنه

هغه وویل: «مخالفتونه په دوه ډوله دي؛ یو نظري او بل عمیق، عمیق مخالفتونه د مقابلې سبب زېږوي او نظري مخالفتونه د امامانو او مجتهدینو ترمنځ هم راغلي، کوم چې په فروعو کې دي او دلته چې ګورو نظري مخالفتونه د دې سبب نه شي کېدلی چې امارت خراب کړي، خو عمیق مخالفتونه دلته نشته.»

ده زیاته کړه، هغه مخالفتونه چې له هېواده بهر یې افغانان کوي، هغوی اوس دومره امکانات نه لري چې جنګ وکړي؛ له دې امله دې دغه مخالفتونه په نورمالو حرکتونو بدل شي څو اتفاق رامنځته شي.

هغه زیاتوي: «افغانستان کې ۴۳ کاله جګړه شوې، هر افغان خپله زخمي شوی یا یې له کوره ټپي ورکړی، له کوره یې شهیدان ورکړي، بندیان شوي، دوه وارې یې هجرتونه کړي، دوه وارې یې جهاد کړی، ۹۵ سلنه افغانان له دغسې حالاتو سره مخ شوي؛ نو له دې امله دا افغانان وايي چې په افغانستان کې حق لرو او باید چې حق راکول شي یا مثال د دې حق لرو چې مشوره راسره وشي، یوه څوکۍ راکړل شي یا بل څه، یا بل څه.»

د ده په اند، په بهر کې د ځینو ګوندونو اعلان پر افغانستان اوس هیڅ تاثیر نه لري خو اغېز یې پیدا کېدای شي.

اکبر اغا زیاتوي: «زه وایم چې د ټولو قومونو خلک که راوستل شي او ورته ودې ویل شي چې نور په مخالفت کې څه کوې او کومه ملاحظه لرې چې راولاړیږې او جنګېږې … قومونو ته باید په شورا او حکومت کې ځای ورکړل شي.»

ده وویل، له کړکېچه د وتلو لپاره که د هر قوم هغه کسان چې ښه موصفات لري، په حکومت کې باید داخل او واک ورکړل شي.

هغه زیاته کړه، حکومت کې ډېرو خلکو ته ضرورت شته، خو که اسلامي امارت د پخوانيو ولسمشرانو (حامد کرزي او محمداشرف غني) حکومتونو په څېر محدود کسان وزیران او والیان په حکومت کې وساتي، نو بیا به دوی هم د هغوی په قدم ور روان وي او دا ښه نه ده.

د هغه په وینا، له کله یې د خلاصون لارې شورا جوړه کړې، له هماغه وخته یې پتېیله چې هیڅکله به څوکۍ نه غواړي او اوس که هره څوکۍ ور هم کړل شي، نه یې قبلوي، خو وايي چې اسلامي امارت باید نورو خلکو ته ځای ورکړي.

Views: 327

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.