Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سرپل کې د جرمونو په تور څلور کسان نیول شوي

سرپل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۱): د سرپل امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د قتل، اخلاقي فساد او نشه‌یي توکو کارونې په تور څلور کسان نیول شوي دي.

د سرپل امنیې قوماندانۍ ویاند دین‌محمد نظري پرون (د کب لومړۍ نېټه) پژواک خبري اژانس ته وویل، له جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د یاد ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ کې یو کس د خپلې مېرمنې وژلو په تور نیولی دی.

هغه زیاته کړه، یاد کس درې میاشتې مخکې خپله ښځه وژلې وه.

هغه دغه راز وویل چې دوه کسان د نامشروع اړیکو او یو کس د ټابلیټ «k» استعمال په تور هم نیول شوي دي.

د هغه په خبره، د یادو کسانو نسبتي دوسیې د لا ډېرې څېړنې په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.