جلالاباد (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۱): په ننګرهار کې له غصبه د دولتي ځمکو راګرځولو کمېسیون مسوولين وايي، تر اوسه يې په دغه ولايت کې ۱۱۶ جريب دولتي ځمکه له غصبه راګرځولې او خلکو ته يې د مېوو باغونو جوړولو په موخه په قرارداد ورکړې ده.
دوی وايي، په ننګرهار کې زرګونه جريب ځمکه غصب شوې چې تر اوسه له ۵۳ زره جريب څخه زياته برخه یې تثبيت شوې او په نږدې وختونو کې به له غصبه وژغورل شي.
دغه څرګندونې د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس مولوي عبدالستار محمد -چې په دغه ولايت کې د ځمکو د غصب کمېسيون مشر دی- د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
ده وويل، تر اوسه يې په جلالاباد ښار او مختلفو ولسواليو کې د کرنې رياست اړوند له ۱۱۶ جريب څخه زياته ځمکه له غصبه راګرځولې او خلکو ته يې په قرارداد ورکړې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې د بېلابېلو دولتي ادارو اړوند سلګونه زره جريب ځمکه غصب شوې چې تر اوسه يې ۵۳ زره او ۴۲۹ جريب تثبيت شوې ده او په نږدې وختونو کې به راوګرځول شي.
محمد زیاتوي: «په ننګرهار کې د دولتي ځمکو له غصب د راګرځولو کمېسیون له خوا په مرکز جلالاباد، شېرزادو، سره رود، کوټ، سپین غر، کوز کونړ، هسکه مېنه، بټيکوټ، مومندره، غنيخېل او ځینو نورو ولسوالیو کې۵۳ زره جريبه ځمکه تثبيت شوې چې غصب شوې ده.»
نوموړی همداراز وایي، په دغه ولایت کې څلور سوه زره جریب ځمکه غصب شوې چې تر اوسه یې څه باندې سل زره جریب ځمکه له غصبه خلاصه کړې ده.
د هغه په وينا، په ننګرهار کې زیاتره ځمکې د تېر نظام د چارواکو او حاکمانو له لوري غصب شوې چې دوی به یې له تثبیت وروسته عاملین د حساب لپاره راوغواړي.
محمد زیاتوي: «د ننګرهار په مختلفو سیمو کې د تېر حکومت ځینو مشرانو لکه د ولسي جرګې غړو، د مشرانو جرګې غړو او نورو لوړپوړو چارواکو له لوري ځمکې غصب شوې دي.»
په ورته وخت کې، د ننګرهار ولایت اوسېدونکي هم د غاصبینو پر وړاند د اسلامي امارت له لوري د پیل شوې هڅې هرکلی کوي.
د جلالاباد ښار يو اوسېدونکی محمد صابر وايي، حکومت بايد ټولې ځمکې بېرته راوګرځوي او د باغونو او نورو کرنيزو ځايونو لپاره يې ځانګړې کړي.
صابر زیاتوي: «هر زورواکی چې راغلی نو د خپلې وسې دولتي ځمکه یې غصب کړې ده، اوس حکومت ته په کار ده چې له دغه شان غاصبنیو سره حساب وکړي.»
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن