کلات (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۱): د زابل امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په شاهجوی ولسوالۍ کې یو صراف په مرموز ډول وژل شوی دی.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیحالله جوهر پژواک خبري اژانس ته وویل، د فیضمحمد په نوم دغه صراف- چې پر حاجي ظابط مشهور و- درې ورځې مخکې نادرکه شوی و چې تېره شپه یې مړی وموندل شو.
هغه زیاته کړه، دغه صراف د تبر په وسیله وژل شوی او ټوټې شوی جسد یې د یوه کور څاه ته اچول شوی و چې د امنیتي ځواکونو له لوري را وایستل شو.
دی وايي، د پېښې په تړاو یو کس نیول شوی او څېړنې ترې پیل شوې دي.
Views: 846
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن