کابل (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۱): په کابل کې د جاپان سفیر د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې له افغانستان سره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار کړی او هیله یې ښودلې چې په نوي ښوونیز کال کې په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو پر وړاندې کوم بندیز نه وي.
د کورنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې لیکلي چې په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراجالدین حقاني سره لیدلي دي.
په دغه ټویټ کې د حقاني له قوله ویل شوي، د نړۍوالې ټولنې له خوا پر افغانستان بانکي او اقتصادي وضع شوو محدودیتونو، د افغانستان خلک ډېر زیانمن کړي دي.
هغه ویلي: «د تحریم سیاست د هیچا په ګټه نه دی، ستونزې یوازې په خبرو اترو او تفاهم سره حل کېدای شي، متاسفانه چې نړۍ زموږ پر وړاندې خپل سیاسي موقف سره زموږ خلکو ته سزا ورکوي چې دغه کار منصفانه نه دی.»
هغه دغهراز زیاته کړې: «موږ پوهېږو چې له اشغاله د پاتې میراث ستونزې کمې نه دي، د رهبرۍ له مقامه تر یوه عادي مجاهده هڅه کوو چې دا ستونزې حل کړو، څو یو باامنه افغانستان، سیمه او نړۍ ولرو.»
حقاني ویلي: «که نړۍواله ټولنه په ښه نیت مخې ته لاړه شي، نو لویه هیله شته چې د بې باورۍ اوسنۍ فضاء به د تفاهم پر ژبې بدله شي.»
د جاپان سفیر په دغه لیدنه کې هیلهمندي وښوده چې په راتلونکي ښوونیز کال کې د نجونو د زدهکړو مخې ته کوم خنډ پاتې نه وي.
هغه همداراز په دغه لیدنه کې له افغانستان سره د خپل هېواد د اقتصادي مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.
Views: 68
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن