کابل (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۱): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ملګرو ملتونو له استازي سره په لیدنه کې د هېواد د روانو حالاتو، د نجونو د زدهکړو او د افغانانو ترمنځ خبرو اترو پیلېدو په اړه خبرې کړې دي.
د کرزي مطبوعاتي دفتر نن (چهارشنبه، د کب ۳مه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي سیاسي استازي مارکس پوتزل سره لیدلي دي.
سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د روانو حالاتو، د نجونو د زدهکړو بهیر او د افغانانو ترمنځ ملي خبرو اترو پیلېدو په تړاو بحث کړی او نظرونه یې تبادله کړي دي.
Views: 56
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن