[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت ویلي، چې د تورخم دروازه د پنجشنبې په ورځ د خلکو او سوداګرۍ پر مخ پرانیستل کېږي.
د سرپرست حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د کب په ۳مه، ماخوستن مهال په ټویټر کې په دې اړه د ننګرهار ولایت مقام خبرتیا خپره کړې ده.
په دې خبرتیا کې راغلي چې سر له پنجشنبې ورڅخه د تورخم لاره د خلکو، ټرانزیټ او سوداګرۍ پر مخ خلاصیږي.
دا په داسې حال کې چې درې ورځې مخکې تر یوې لنډې نښتې وروسته د افغانستان د سرپرست حکومت له خوا د تورخم دروازه تړل شوې وه.
ځایي چارواکو ددروازې تړل کېدو لامل نه و په ډاګه کړی، خو ویلي وو، چې پاکستاني لوري پرخپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
خو ځینو نورو سرچینو ویلي چې په تورخم کې پاکستاني ځواکونه له افغانانو سره بده رویه کوي، اسنادونه یې شلوي او ګوزارونه هم پرې کوي.
سرپرست حکومت اوس د تورخم لارې د ًپرانیستل کېدو پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې د پاکستان ددفاع وزیر او د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) مشر کابل ته په یوه رسمي سفر راغلي وو او د ریاست الوزراء مرستیال ملا برادر سره یې لیدلي دي.
[/restrict]
Views: 31
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن