Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل چهل‌ستون ماڼۍ ته څېرمه د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې

کابل (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۱): کابل ښاروالي وایي، د اوومې ناحیې اړوند چهل‌ستون ماڼۍ ته څېرمه د سړک جوړولو چارو لومړی پړاو د ۳۲ میلیون افغانیو په ارزښت پيل شو.

کابل ښاروالۍ نن د کب په ۴مه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «د اوومې ناحیې اړوند چهل‌ستون ماڼۍ ته څېرمه د سړک جوړولو د چارو لومړی پړاو د کابل ښاروالۍ له خوا پيل شو.»

سرچینې لیکلي، دغه سړک ۳۴۵ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، د بایسکلونو د تګ راتګ کرښې او د برېښنا/ روښنايي سیسسټم په لرلو د  ۶ میاشتو په موده کې جوړېږي.

سرچینه وايي، پر یادې پروژې ټولټال ۳۲ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د کابل ښاروالۍ له بودجې ورکول کېږي.

ښاروالي زیاتوي، یاد سړک له اقتصادي اړخه د اهمیت وړ دی چې په جوړېدو سره به یې له یوې خوا د پډولې پروژې اوسېدونکو ته اسانتیاوې برابرې شي او له بلې خوا به د هوا پر پاکوالي او ټرانسپورټي برخو کې ګټورې پایلې ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.