[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۱): پاکستان وایي، کابل ته تللي پلاوي یې د افغانستان سرپرست حکومت له چارواکو سره د ترهګرۍ او په ځانګړې توګه د ټيټيپي او داعش ډلو پر ګواښونو خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د کب په ۳مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دفاع وزیر خواجه محمد اصف په مشرۍ یو پلاوی نن کابل ته تللی و.
که څه هم سرچینې د نورو غړو نومونه نه دي په ډاګه کړي، خو د افغانستان د سرپرست حکومت له خوا په خپاره شوو تصویرونو کې لیدل کېږي چې په دغه پلاوي کې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ایاېسای) مشر جنرال ندیم، افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمدصادق او د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني شامل وو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پلاوي د افغانستان سرپرست حکومت د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني سره لیدلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د سرپرست حکومت له مشرانو سره په لیدنو کتنو کې د ترهګرۍ او په ځانګړې توګه د داعش ډلې او پاکستاني طالبانو (ټيټيپي) پر ګواښونو خبرې وشوې.
د سرچینې په وینا، دواړو لورو موافقه وکړه چې د دغو ګواښونو پر وړاندې به پیاوړې مبارزه کوي او په بېلابېلو برخو کې به خپلې اړیکې پیاوړې کوي .
تر دې مخکې د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په یو لړ ټوېټونو کې لیکلي وو چې د پاکستان یوه لوړپوړي پلاوي د دغه هېواد د دفاع وزیر په مشرۍ کابل ته سفر کړی او د افغانستان سرپرست حکومت له چارواکو سره یې د دوهاړخیزو او سیمهییزو اړیکو او سوداګرۍ په تړاو خبرې کړې دي.
سرچينې زياته کړې چې په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي همکاريو هم خبرې شوې دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي چې افغانستان او پاکستان ګاونډي هېوادونه دي او بايد له يو بل سره ښې اړيکې ولري.
هغه څرګنده کړې، سوداګریز او اقتصادي مسایل باید له سیاسي او امنیتي مسایلو جلا اووسي او د سیاسي مسایلو ښکار نه شي.
نوموړي دغهراز له پاکستاني لوري غوښتي چې په دغه هېواد کې بندي افغانان هم ازاد کړي.
هغه زیاته کړې چې د تورخم او سپین بولدک پر لارو تلونکو مسافرو لپاره باید ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې شي او د بېړنیو ناروغانو د تګ راتګ زمینه هم مساعده شي.
د سرچینې په وینا، په ورته مهال پاکستاني لوري هم د يادو ستونزو د هواري ډاډ ورکړی او زياته کړې یې ده چې اړوند وزارتونه او ټاکلې کمېټې به په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.
[/restrict]
Views: 154
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن