کابل (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۱): د پاسپورټ لوی ریاست مشر وایي، د پاسپورټونو د وېش بهیر به د را روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ په ټول هېواد کې بېرته پیل شي.
د یاد ریاست مشر عبدالکریم حسیب نن د کب په ۴مه، کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یوې خبري غونډې ته وویل:«د پاسپورټ عمومي ریاست د روان کال د کب میاشتې په ۱۰مه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د خپلو هېوادوالو پر مخ د پاسپورټ د وېش بهیر د انلاین سیسټم له لارې په ټول هېواد کې پیلوي.»
دی وايي، هغه خلک چې اوسني او پخواني استوګنځایونه یې په ولایتونو کې دي، کولای شي د انلاین فورم له لارې -چې پخوا یې مرکزي ریاست ته نوملیکنه کړې- انلاین سیسټم ته په ننوتو خپلې فورمې اړوندو ولایتونو ته سر له ننه بدلې کړي.
هغه زیاته کړه، د پاسپورټ اړوند د ولایتونو چارې په ولایتونو کې ترسره کېږي او په مرکز کې د اجرا وړ نه دي.
د نوموړي په خبره، هغه هېوادوال چې اصلي استوګنځایونه یې ولایتونه خو اوسنی استوګنځای یې مرکز کابل وي، په کابل کې پاسپورټ ورکول کېږي.
د هغه په خبره، هر افغان ته به له توپير پرته پاسپورټ ورکړل شي او د پاسپورټ ریاست په دې برخه کې اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.
حسیب دا هم وویل، د پاسپورټ په ریاست کې شته مخکنۍ ستونزې حل شوې او کافي شمېر پاسپورټونه شته؛ خو کره شمېر یې په ډاګه نه کړ.
د پاسپورټ لوی ریاست مرستیال شېرشاه قریشي وویل، په ټول هېواد کې به هره ورځ شاوخوا ۱۰ زره پاسپورټونه ووېشل شي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې له دې وروسته به د پاسپورټ د وېش بهیر له ځنډ سره مخ نه شي او د هر ټوک پاسپورټ بیه ۱۰ زره افغانۍ ده چې لس کاله به د اعتبار وړ وي.
د پاسپورټ ریاست د تېرې تلې میاشتې په ۱۶مه وویل چې د ښو خدماتو وړاندې کولو او د مراجعینو کاري پړاوونو د چټکتیا لپاره غواړي د دې ادارې په تخنیکي او تجهیزاتي سیسټمونو کې مثبت بدلونونه راولي.
سرچینې ویلي وو، د دې پروسې بشپړېدل وخت غواړي او اړتیا ده چې د پاسپورټونو د وېش خدمات د یادې پروسې تر بشپړېدو او دویمې خبرتیا وځنډول شي.
له دې مخکې په وار وار خلکو د پاسپورټ له ریاسته غوښتي وو چې ژر تر ژره یې د وېش لړۍ پيل کړي.
Views: 977
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن