Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل او سمنګان کې ۲۴ کسان د وسله‌والو غلاوو په تور نیول شوي

کابل، ایبک (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۱): امنیتي سرچینې په کابل کې د وسله‌والو غلو د یوې ۳ کسیزې او په سمنګان کې د ۲۱ کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکوي.

د سمنګان امنیه قوماندان قاري احمدالله بدر وايي، امنیتي کسانو په دغه ولایت کې د عملیاتو په پایله کې د وسله‌والو غلو ۲۱ کسیزه ډله نیولې ده.

هغه وايي: «د وسله‌والو غلو دغه ۲۱ کسیزه ډله چې په بلخ، بغلان او سمنګان ولایتونو کې غلاوې کولې، له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو له خوا نیول شوې.»

د نوموړي په وینا، نیول شوو کسانو په لومړنیو څېړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړی او له هغوی یوه اندازه سره زر، پیسې، ټیلیفونونه او وسلې هم ترلاسه شوي دي.

بدر همداراز وویل چې یادې ډلې په څو قضیو کې هم لاس درلود چې شاوخوا یو میلیون افغانۍ یې غلا کړې وې.

د یو بل خبر له مخې، د کابل امنیه قومانداني وايي چې د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د غلو یوه درې کسیزه ډله نیول شوې ده.

سرچینې نن (د کب ۵مه) په یوه ټویټ کې لیکلي چې نیول شوو کسانو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې له خلکو د وسلې په زور موبایلونه او نور وسایل اخیستل.

سرچینې لیکلي: «دغه کسان د کابل ښار امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي او له هغو یو موټر، یوه تفنګچه او موبایلونه ترلاسه شوي دي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.