ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې ۲۵۰۰ جریب دولتي ځمکه له غصبه خلاصه شوې ده

اروزګان کې ۲۵۰۰ جریب دولتي ځمکه له غصبه خلاصه شوې ده

author avatar
25 Feb 2023 - 15:45
اروزګان کې ۲۵۰۰ جریب دولتي ځمکه له غصبه خلاصه شوې ده
author avatar
25 Feb 2023 - 15:45

ترینکوټ (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۱): په اروزګان کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون وايي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۵۰۰ جریب دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې ده.

د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس او د یاد کمېسیون مشر مولوي مقبول پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا دوه میاشتې مخکې په دغه ولایت کې د غصب شوو ځمکو راګرځولو په موخه یو کمېسیون جوړ شو او فعالیت یې پيل کړ.

هغه زیاته کړه، دغه کمېسیون – چې د کرنې ریاست ترڅنګ د اوبو رسولو، اراضي، امنیې قوماندانۍ او ولایت مقام استازي یې غړیتوب لري- توانېدلی په دې موده کې ۲۵۰۰ جریب دولتي ځمکه له غصبه خلاصه کړي.

دی وايي، له غصب څخه د ګرځول شوې ځمکې ۲۱۰۰ جریب یې د چورې ولسوالۍ په کاش سیمه کې ده چې همدا تېره اونۍ تثبیت او له غصب څخه خلاصه شوه.

د ده په خبره، ۴۰۰ جریب نوره ځمکه بیا د مرکز ترینکوټ اړوند په چرمګر سیمه کې له غصبه راوګرځول شوه چې کلونه مخکې خلکو لاندې کړې وه او شخصي ګټه یې ترې اخیسته.

نوموړي وویل، پر دې ځمکه ځینو خلکو ودانۍ ابادې کړې وې او ځینو بیا کرکیله ورباندې کوله.

هغه خبر ورکړ، د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون له لوري ۲۴۰ زره جریب نوره ځمکه تثبیت شوې چې ژر به یې له غصبه د راګرځولو چارې پیل شي.

هغه یادونه وکړه، یاد کمېسیون دولتي ځمکي د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د هغې نقشې له مخې تشخیص او تثبیتوي چې د محمدظاهرشاه واکمنۍ پر مهال جوړه شوې ده.

د هغه په وینا، د ولایت په زیاتو سیمو کې دولتي ځمکې د خلکو له شخصي ځمکو سره ګډې شوې چې بېلول یې یو څه وخت ته اړتیا لري.

د اروزګان اوسېدونکي له غصبه د دولتي ځمکو راګرځولو هرکلی کوي خو غوښتنه کوي چې دغه پروسه دې له توپیر پرته په دقت ترسره شي.

د مرکز ترینکوټ اړوند د چرمګر سیمې یوه اوسېدونکي شېرمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، همدا ۴۰۰ جریب دولتي ځمکه چې نن د دوی په سیمه کې له غصبه را وګرځول شوه، کلونه د خلکو له ځمکو سره ګډه وه.

هغه زیاته کړه، په دښتي سیمو کې زیاتې ځمکې شته چې توپیر یې ګران دی او دا نه معلومېږي چې د ولسي خلکو دي او که د دولت دي.

د ده په خبره، د دوی په سیمه کې څلور کاله مخکې د پوهنتون یوه ودانۍ جوړه شوه او هغه مهال ویل کېدل چې پر دولتي ځمکه جوړه شوې ده خو اوس معلومه شوه چې پر دولتي ځمکه نه بلکې پر شخصي ځمکه جوړه شوې ده.

د یادونې ده، په تېرو شلو کلونو کې د تېر حکومت پر مهال هم په وار وار له غصب څخه د ځمکو راګرځولو کمپاینونه شوي وو خو بریالي نه وو.

Views: 61

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.