فیضاباد (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۱): د بدخشان ولایت مسوولین وایي، یوه کس چې غوښتل یې په فیضاباد ښار کې د کابل بانک د ننوتلو دروازې ته څېرمه ځانمرګی برید وکړي، موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوی دی.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي وایي، نن سهار شاوخوا ۸:۳۰ دقیقې هغه ځانمرګی بریدګر د امنیتي کسانو له خوا وژل شوی چې غوښتل یې د فیضاباد ښار د کابل بانک د ننوتلو دروازې ته نږدې ځانمرګی برید وکړي.
هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې له ځانمرګي بریدګر پرته بل چاته زیان نه دی اوښتی.
عیني شاهدانو ویلي چې ځانمرګي خپل لاسي بم ته چاودنه ورکړه خو د واسکټ پر چاودنې ونه توانېد.
Views: 100
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن