کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۱): د راپورونو له مخې، د ترکیې دولت خبر ورکړی چې د زلزلې له امله د ۱.۵ میلیون بېکوره شوو لپاره یې د کورونو جوړولو کار پیل کړی دی.
رویټرز راپور ورکړی چې په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله ۱۶۰ زره ودانۍ چې ۵۲۰ زره اپارتمانونه په کې شاملېږي، ویجاړې یا زیانمنې شوې دي.
په راپور کې راغلي، تر اوسه په دغو دوو هېوادونو کې تر ۵۰ زره ډېر کسان مړه شوي دي.
د یادونې ده، دغه زلزله د روان کال د فبرورۍ په ۶مه سهار شاوخوا څلور بجې او ۱۷ دقیقې د ترکیې په سوېلختیځ او د سوریې په لوېدیځو سیمو کې هغه مهال چې خلک ویده وو، وشوه.
د امریکا د ځمکې پېژندې ادارې معلوماتو له مخې، د لومړۍ زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۷.۸ درجې او د دویمې یې ۷.۵ درجې و.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن