Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان کراچۍ زندان کې یو بل افغان بندي هم مړ شوی

[restrict paid="true"]

ټلانټا (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۱): د پاکستان د کراچۍ ښار په زندان کې یو بل افغان بندي هم ساه ورکړې ده.

پاکستاني رسنۍ (دي نېشن) د کب په ۷مه خبر ورکړی چې دغه افغان فیض‌محمد نومېده او ۶۰ کاله عمر یې درلود.

سرچینې زیاته کړې، هغه له لګسونو نورو افغانانو سره تېره میاشت له نیول کېدو وروسته د کراچۍ په لانډي محبس کې اچولی شوی و.

یادې رسنۍ د ځایي امنیتي سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د بند پر مهال یاد افغان ته ناروغي پیدا شوې وه چې په اړه یې په کراچۍ کې افغان کونسل جنرال ته خبر ورکړل شوی و.

د یادونې ده، له دې مخکې هم دوه افغانان د کراچۍ په زندان کې مړه شوي دي.

د یو بل خبر له مخې، د پاکستان امنیتي ارګانونو د دغه هېواد د پېښور هوایي ډګر کې پنځه افغانان نیولي چې غوښتل یې په جعلي اسنادو بریتانیا ته سفر وکړي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.