ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د څلورو ملتونو جام والیبال سیالۍ؛ سینګاپور نیمه پای‌لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

د څلورو ملتونو جام والیبال سیالۍ؛ سینګاپور نیمه پای‌لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

author avatar
26 Feb 2023 - 17:28
د څلورو ملتونو جام والیبال سیالۍ؛ سینګاپور نیمه پای‌لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه
author avatar
26 Feb 2023 - 17:28

کابل (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۱): د مالدیف هېواد په مالي ښار کې د څلورو اسیايي هېوادونو ترمنځ د والیبال سیالیو په نیمه پای‌لوبه کې د سینګاپور والیبال لوبډلې د افغانستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

افغانستان تېره شپه کوربه مالدیف ته په ماتې ورکولو سره په دغو سیالیو کې نیمه پای‌لوبې ته لار موندلې وه.

د مالدیف والیبال ټولنې نن په خپله فیسبوک‌پاڼه کې لیکلي، په نیمه پای‌لوبه کې د سینګاپور لوبډلې افغانستان ته درې- صفر ماتې ورکړه او پای‌لوبې ته ووتله.

د والیبال دا سیالۍ «د څلورو ملتونو جام» په نوم د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۳مه پيل شوې چې د همدې میاشتې تر ۲۷مې دوام کوي.

په یادو سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ د مالدیف، سینګاپور او مالیزیا هېوادونو لوبډلې ګډون لري.

د یادونې ده، په یادو سیالیو کې افغانستان په لومړیو درېیو لوبو کې سینګاپور، مالیزیا او کوربه مالدیف ته ماتې ورکړې وه.

Views: 190

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.