Language

د میدان وردګو مرکزي زندان ساتونکو ته نوی یونیفورم ووېشل شو

میدان‌ښار (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۱): د میدان وردګو امنیې قوماندانۍ له خوا د دغه ولایت د مرکزي زندان پر ساتونکو نوی یونیفورم ووېشل شو.

د یاد ولایت امنیه قوماندانۍ پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، امنيه قوماندان مولوي محمد شریف حلیمي نن د یونيفورم وېش په ترڅ کې د زندان له ساتونکو وغوښتل چې له بندیانو سره ښه چلند وکړي.

سرچينه زياتوي، په یاد ولایت کې د زندان ساتونکو ته نوی یونيفورم په داسې حال کې وېشل کېږي چې اوسمهال هیڅ سیاسي بندي نه لري.

Related Topics