Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

۲۴ ټانکره بې‌کیفته تېل له ابونصر فراهي بندره بېرته ایران مسترد شول

فراه (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۱): د فراه له ابونصر فراهي بندره ۲۴ ټانکره وارد شوي بې‌کیفیته تېل بېرته ایران ته مسترد شول.

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې نن (د کب ۸مه) د اسلامي امارت د سټنډرډ ملي ادارې له خوا ۲۴ ټانکړه تېل چې له ایرانه وارد شوي وو، بېرته مسترد شول.

سرچینې ويلي، دغه تېل د ابونصر فراهي بندر له لارې بېرته ایران ته منتقل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، هيچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې بې‌کیفیته توکي هېواد ته وارد کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم له ایران ته د بې‌کیفیته تېلو ټانکرونه مسترد شوي دي.

د سلواغې په ۲۷مه هم د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې ويلي وو چې له ایرانه وارد شوي ۲۲ ټانکره بې‌کیفیته تېل یې د هرات له اسلام‌کلا بندره بېرته دغه هېواد ته مسترد کړي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.