Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هېواد په ټولو ګمرکونو کې پر ژر خرابېدونکو توکو د لېږد فورم اخیستل لغوه شول

کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۱): د افغانستان د مالیې وزارت وایي، په یوه تازه ګام کې یې د هېواد په ټولو ګمرکونو کې پر ژر خرابېدونکو توکو (تازه مېوې او سبزي) د لېږد فورم اخیستل لغوه کړي دي.

د یاد وزارت مسوولینو په وینا، دغه ګام یې د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه اخیستی څو د هغوی د مېوو او سبزیو خرابېدو مخنیوی وشي.

مالیې وزارت نن (د کب ۸مه) له خپلې ټویټرپاڼې د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي: «د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ  سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو او د مېوو او سبزیو له خرابوالي څخه د مخنیوي په موخه د هېواد په کچه په ټولو ګمرکونو کې پر سریع الفساد (ژر خرابېدونکو) اموالو د لېږد فورم اخیستل لغوه شول.»

سرچینې لیکلي، د محصول شوو توکو د لېږد کړنلارې په ۱۱مه ماده کې راغلي چې وارداتي سریع‌الفساد توکي د اصلي اظهارپاڼې له مخې تر ۱۵ ورځو نورو ولایتونو ته د لېږد له فورم پرته د انتقال اجازه لري خو د ځینو ستونزو د حل په موخه اوس د دغه فورم اخیستل لغوه شول.

سرچینه زیاتوي: «دا چې مېوه او سبزي په سرحدي ګمرک کې له پړاوونو ترسره کولو وروسته په ولایتونو کې په نورو موټرو کې بارګیري کېږي او له دې سره د موټر نمبر پلېټ هم بدلون مومي او بیا د لېږد فورم ته اړتیا پیدا کوي، نو د یادې ستونزې د حل لپاره د ګمرکونو لوی ریاست رهبري پرېکړه وکړه څو په ټولو ګمرکونو کې د مېوو او سبزیو لپاره د لېږد فورم اخیستل لغوه کړي.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ګمرکونو لوی ریاست په دې هڅه کې دی چې د سوداګرو ټولو ستونزو ته د نافذه قوانینو په رڼا کې رسېدنه وکړي او په ګمرکونو کې د هغوی لپاره لا اسانتیاوې برابرې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.