Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسلام‌اباد کې یوې محکمې د عمران خان د نیولو امر کړی

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۱): د پاکستان د پلازمېنې اسلام‌اباد یوې محکمې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان د نیولو امر کړی دی.

د پاکستاني رسنیو خبر له مخې، پر عمران خان تور دی چې د واک پر مهال یې له نورو هېوادونو اخیستي تحفې پلورلې دي.

خو عمران خان د سرو زرو یو ساعت او ځینې نورې ډالۍ چې د سعودي د باچا او ولیعهد له خوا ورکړل شوې وې، پلورلې او یا یې هم کور ته وړې دي.

جیو نیوز خبر ورکړی، عمران خان نن په دې قضیه کې د محکمې له خوا احضار شوی و، خو هغه محکمې ته له ورتلو انکار وکړ او د محکمې قاضي د هغه په غیاب کې د عمران خان د نیولو امر وکړ.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.