[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۱): د لوړو زدهکړو وزارت اعلان کړی چې د کابل په ګډون د سړو سیمو دولتي پوهنتونونو د هلکانو درسونه د کب په ۱۵مه پیلېږي.
دغه وزارت د کب په ۱۰مه د شپې ناوخته په یوه لنډه خبرپاڼه کې چې پر ټویټر یې خپله کړې لیکلي: «د لوړو زدهکړو وزارت رهبرۍ شورا د پرېکړې پر بنسټ، په پام کې ده چې د هېواد دولتي تحصیلي بنسټونو د سړو سیمو د ذکور محصلینو بهاري سمسټر درسونه د روان لمریز کال د کب په ۱۵مه نېټه په رسمي ډول پیل شي.»
خو دغه وزارت د اناثو محصلینو زدهکړو په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې درې اونۍ وروسته په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال هم پیل شي.
د یادونې ده، د لوړو زدهکړو وزارت درې میاشتې مخکې (ډسمبر، ۲۰۲۲) په ټولو دولتي او غیردولتي پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز ولګاوه او تر بل حکمه پورې یې وځنډولې.
دغه راز تېره میاشت دغه وزارت د خصوصي پوهنتونونو کانکور ازموینو کې هم نجونې له ګډونه منع کړې.
[/restrict]
Views: 155
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن