[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۱): د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغانستان سرپرست حکومت د دوحې تړون ژمنې، په ځانګړې توګه په سیاسي خبرو کې د ګډون ژمنه نه ده عملي کړې.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس د کب په ۱۰مه له طالبانو سره د دوحې تړون درېیمې کالیزې په مناسبت په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، طالبان د دوحې تړون ته ژمن نه دي.
هغه زیاته کړې، دوی (طالبان) له ترهګرو ډلو سره د تعامل، لکه د القاعده پخواني مشر ایمن الظواهري ته د پناه ورکولو برخه کې نامطلوب ګامونه اخیستي او په سیاسي خبرو کې یې د ګډون په اړه چې تر اوسه باید ترسره شوې وای، عمل نه دی کړی.
خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې یاد تړون «د طالبانو پیاوړي کېدو، د افغانستان په حکومت کې زموږ د شریکانو کمزوري کېدو لامل شو.»
پرایس زیاته کړه: «موږ همدارنګه له طالبانو غواړو د دغه تړون په چوکاټ کې نه یوازې د متحده ایالتونو، بلکې تر دې مهم د خپلو خلکو پر وړاندې پر کړو ژمنو عمل وکړي.»
د دوحې تړون د ۱۳۹۸ کال د کب په لسمه د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ملا عبدالغني برادر ترمنځ – چې اوس د افغانستان سرپرست حکومت د ریاستالوزرا د مرستیال په توګه کار کوي – د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو.
د دغه تړون له مخې، بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل. په یاد تړون کې راغلي چې د افغانستان له خاورې دې د امریکا او د هغې متحدانو پر وړاندې له ګواښه مخنیوی وشي او بینالافغاني خبرې دې پیل شي.
بینالافغاني خبرې په دوحه کې پیل شوې، خو بېپایلې وې او د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه مخکنی حکومت وپرځېد او ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو.
پرون په ارګ کې د سرپرست حکومت له خوا د دوحې تړون درېیمې کالیزې نمانځغونډه جوړه شوې وه.
د سرپرست حکومت د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، درې کاله مخکې اسلامي امارت د هوکړهلیک په لاسلیکولو سره د افغانستان په تاریخ کې یو نوی فصل پرانیست او افغان حکومت د دغه تړون ټولو بندونو ته ژمن پاتې شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، لکه څنګه چې افغانانو د جګړې په ډګر کې میدان ګټلی، همداسې یې په سیاسي ډګر کې هم خپله وړتیا او خپلواکي ثابته کړې ده.
برادر وویل، اسلامي امارت ټولګډون حکومت جوړ کړی، د خلکو امنیت یې ساتلی او د اقتصادي پیاوړتیا په موخه یې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.
د هغه په وینا، امریکا دغه تړون نقض کړی، نه دا چې له افغان حکومت سره تعامل نه کوي، نوره نړۍ یې هم احصار کړې ده او نه پرېږدي چې نور هېوادونه هم په اقتصادي برخو کې له افغانانو سره تعامل وکړي.
[/restrict]
Views: 98
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن