Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ملي پراختیا شرکت رییس: د زابل د تورې بند جوړولو چارې به چټکې او ژر بشپړې شي

کلات (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۱): د ملي پراختیا شرکت عمومي رییس نن د کب په ۱۱مه زابل ته سفر وکړ او ویې ویل، د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کې د «تورې بند» جوړولو چارې به چټکې او ژر بشپړې شي.

د یاد شرکت عمومي رییس عبدالرحمن عطاش دا څرګندونې له دغې پروژې د لیدنې پر مهال وکړې.

عطاش وویل، د کلات ښار لوېدیځ لوری د «تورې بند» جوړولو چارې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې د څه باندې ۹۷ میلیون افغانیو په لګښت پيل شوې چې ژر به بشپړې شي، خو کره نېټه یې و نه ښودله چې په څومره موده کې به بشپړې شي.

هغه زیاته کړه، د یادې پروژې لګښت د اوبو او انرژۍ وزارت له پرمختیايي بودجې ورکول کېږي.

عطاش وايي، یاد بند چې ۵ متره لوړوالی او ۷۰ متره اوږدوالی لري، د ۲.۹ میلیون متره مکعبه اوبو زېرمه کولو وړتیا لري چې ۶۰۰ هکتاره کرنیزې ځمکې او باغونه به خړوب کړي.

پر همدې مهال، د ترنک د جلدک د سیندیزې حوزې رییس مولوي عبدالکریم ذوالفقار وویل، د زابل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۲۲ کوچنیو بندونو جوړولو ته اړتیا شته څو تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه لوړه شي، د اوبو د کمښت ستونزه به حل شي او کرنه به وده وکړي.

هغه د ملي پراختیايي شرکت د عمومي رییس په مشرۍ له راغلي پلاوي وغوښتل چې د دوی دا غوښتنه د مرکزي ادارې تر مسوولینو ورسوي.

د یادونې ده، تر دې مهاله په کلات ښار کې د تورې بند جوړولو چارې ۳۰ سلنه ترسره شوې او کار یې روان دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.