جلالاباد (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۱): د ننګرهار امنیې قوماندانۍ مسوولين وايي، تېره يې د دغه ولايت په مرکز او ولسوالیو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۹۰ کسان نيولي دي.
له دغو کسانو وسلې، موټر او نشهيي توکي هم ترلاسه شوي او د ډېرو دوسيې عدلي او قضايي ارګانونو ته لېږل شوې دي.
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ د امنيتي چارو مرستيال مولوي محمد طاهر مبارز د کب په ۱۱مه د دې ادارې د سلواغې مياشتې فعاليتونو په
تړاو له رسنيو سره معلومات شريک کړل.
هغه وويل، په یاده میاشت کې د جنايي جرمونو مديريت له لوري د قتل، غلا، زنا او نورو جرمونو په تړاو ۱۴۳ کسان نيول شوي دي.
دی وايي: «له دغو کسانو يو ميل راکټ، ۵ کلاشينکوفونه، يوه دهشکه، يو کره بين، ۲۷ د کلاشينکوف شاجورونه، ۷ د راکټ مرمۍ، ۲ ماينونه، ۸ پايې مخابرې، ۱۲۵۰ سقيل مرمۍ او ۱۵۹۰ د کلاشينکوف مرمۍ هم ترلاسه شوې دي.»
د قوماندانۍ د امنيتي چارو مرستيال زياتوي چې د دې ادارې اړوند د تروريزم مديريت له لوري هم د عامه امنيت د اخلال په تور دوه کسان نيول شوي او دغه راز يې ۲۵ بېلابېل ډول وسلې هم ترلاسه کړې دي.
مبارز وايي، له نشهيي توکو سره مبارزه هم د قوماندانۍ له مهمو فعاليتونو دی چې تېره مياشت یې په دې برخه کې ۲۵ کسان نيولي دي.
هغه زياتوي، له يادو کسانو هيروين، شراب، چرس، شيشه او نور کيمياوي توکي هم ترلاسه شوي دي.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ مرستيال د دغه ولايت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې امنيتي ځواکونه يې د ډاډمن امنيت لپاره شپه او ورځ هلې ځلې کوي او دغه راز يې پر خلکو غږ وکړ چې د مشکوکو کړنو په ليدلو سره امنيتي ځواکونو ته پر وخت خبر ورکړي.
عام خلک بيا غوښتنه کوي چې په راتلونکي کې د دې ډول جرمونو مخنيوي لپاره دې نيول شوو کسانو ته قانوني سزا ورکړل شي.
د جلالاباد ښار دويمې ناحيې اړوند د انګورباغ سيمې يوه اوسېدونکي سميعالله پژواک ته وويل، يوازې د مجرمينو نيول په ټولنه کې جرم نه شي ختمولی، بلکې مجرمينو ته په علني ډول سزا ورکول جرمونه کمولی شي.
له دې مخکې هم د ننګرهار امنيې قوماندانۍ چارواکو د خپلو فعاليتونو په تړاو په ورته خبري کنفرانسونو کې د سلګونو کسانو د نيول کېدو خبر ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP