ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د دوو کورنیو ترمنځ له څلور کلنې دښمنۍ وروسته روغه وشوه

فراه کې د دوو کورنیو ترمنځ له څلور کلنې دښمنۍ وروسته روغه وشوه

author avatar
4 Mar 2023 - 01:17
فراه کې د دوو کورنیو ترمنځ له څلور کلنې دښمنۍ وروسته روغه وشوه
author avatar
4 Mar 2023 - 01:17

[restrict paid=”true”]

فراه (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۱): د فراه په خاک‌سفید ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ له څلور کلنۍ کلنې دښمنۍ وروسته چې څلور کسان پکې وژل شوي وو، روغه وشوه.

دغه دښمني د فراه ولایت د خاک‌سفید ولسوالۍ اړوند په ننګ‌اباد کلي کې د ملا اخترمحمد او اغامحمد د کورنیو ترمنځ  څلور کاله مخکې له لفظي شخړې وروسته پیل شوې وه او د دواړو کورنیو پکې څلور کسان وژل شوي وو.

د روغې جوړې په دې جرګه کې د فراه ولایت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست مشر مولوي عبدالمجید صمیم وویل: «د امیرالمؤمنین په ځانګړې لارښوونه، د ولایت مقام تر رهبرۍ او همکارۍ لاندې یې د یوې ناستې په ترڅ کې چې د دغه ولایت والي ملا نورمحمد روحاني او یو شمېر نورو مسؤولینو، علماوو، قومي مخورو او سپین ږیرو منځګړیتوب کاوه، د دغه ولایت د خاک‌سفید ولسوالۍ د دوه کورنیو جنجال په سوله واړوه.»

بلخوا، د دواړو کورنیو مشرانو ملا اخترمحمد او اغامحمد هم د خپلو خبرو پر مهال د سولې ارزښت په بیانولو سره پر خپلو تېرو کړنو پښېماني وښوده.

ملا اخترمحمد وویل، دوی د مشرتابه مقام، سیمه‌ییزو مسؤولینو او په ځانګړې توګه له امر بالمعروف ریاست څخه مننه کوي چې د سولې او پخلاینې هڅې یې پیل کړې دي او دا د دوی هڅې او تشویق وو چې د دوی روغه یې وکړه.

دغه‌راز د مقابل اړخ یوه مشر اغامحمد بیا وویل،  خوښ دی چې څلور کلنه دښمني یې پر دوستۍ بدله شوه او له دې وروسته به دواړه خپلو منځو کې هیڅ ستونزه و نه لري.

دا په داسي حال کې ده چې په تېر یوه کال کې د یاد ولایت د امربالمعروف اونهی عن‌المنکر ریاست د قومي جرګو له لارې شاوخوا ۶۲ شخړې حل کړې دي.

[/restrict]

Views: 125

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.