کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۱): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت اړوند د ۲۳ ولایتونو له هغو محلي او اداري امرينو ازموینه اخيستل شوې چې حکمي مقرر شوي وو.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر خپل ټويټر ليکلي: «اهل خلکو ته د کار سپارلو په موخه د مهاجرينو چارو وزارت له ولايتي امرينو، مالي او اداري مديرانو د دغه وزارت د کنفراسونو په تالار کې ازموينه واخيستل شوه.»
سرچینه زياتوي، دغه ازموينه د ياد وزارت د بورډ او د بشري سرچينو رياست پرېکړې له مخې واخيستل شوه.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبداللطیف حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې په ياده ازموینه د ۲۳ ولايتونو هغو محلي او اداري امرينو ګډون درلود چې حکمي مقرر شوي وو.
هغه زياتوي: «باقي نور چې وو، هغوی د ازاد رقابت له لارې له مخکې راغلي وو، له هغوی د بیا لپاره امتحان او ازموینه نه ده اخيستل شوې.»
د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، هغه کسان چې په ازموينه کې بريالي نه شي، پر ځای به يې مسلکي او تجربه لرونکي کسان وګومارل شي.
Views: 90
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن