ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د پسرلي په نږدې کېدو سره د نیالګیو بازار ښه شوی

ننګرهار کې د پسرلي په نږدې کېدو سره د نیالګیو بازار ښه شوی

author avatar
4 Mar 2023 - 17:31
ننګرهار کې د پسرلي په نږدې کېدو سره د نیالګیو بازار ښه شوی
author avatar
4 Mar 2023 - 17:31

جلال‌اباد (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۱): د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د پسرلي په نږدې کېدو سره د زينتي، مېوه‌لرونکو او بې‌مېوو نیالګیو د خرڅلاو بازار ښه شوی دی.

په ننګرهار کې هر کال د پسرلي په رسېدو سره ميليونونه نیالګي اېښودل کېږي، خو د نه پالنې له امله ډېر شمېر یې بېرته وچېږي.

د نیالګیو پلورونکي وايي، د پسرلي په رسېدو سره يې دغه کار ته مخه کړې او تر ډېره بريده ترې خوښ هم دي.

دوي وايي، هره ورځ د بېلابېلو سيمو خلک ورته ورځي او بېلابېل ډول مثمر او غېرمثمر نیالګي ترې پېري.

د جلال‌اباد ښار د څلورمې ناحيې په مربوطاتو کې یو د نیالګیو پلورونکی وايي، د پسرلي له رسېدو سره یې د خرڅلاو بازار ښه شوی دی.

د همدغه ځای يوه بل د نیالګیو پلورونکي انعام‌الله پژواک ته وويل چې په وروستيو ورځو کې يې د کاروبار کچه ښه شوې ده.

هغه زياته کړه: «په ټول کال کې همدغه موسم زموږ د ټول کال د خوارۍ لپاره ښه وخت دی، ځکه هر څوک يا د شوق او يا هم د باغدارۍ لپاره نيالګي او بوټي اخلي.»

د نیالګیو پېرلو په موخه راغلي خلک بيا دغه موسم د نیالګیو اېښودلو لپاره مناسب بولي او له نورو خلکو هم په خپلو سیمو او مناسبو ځایونو کې د نیالګیو ايښودلو غوښتنه کوي.

ثناء‌الله چې د کور ښکلا لپاره يې څو ګلدانه زینتي بوټي او د نارنجو نيالګي اخيستي پژواک ته وويل، هر څوک بايد د خپل چاپېريال د ښکلا او د هوا پاکوالي په موخه بوټي او نيالګي کېنوي.

خو نوموړی د نيالګيو تر ایښودلو د هغو پر پالنې ډېر ټينګار کوي او وايي، که بوټي ونه پالل شي نو ایښودل به یې هیڅ ګټه ونه کړي.

بلخوا د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي وايي، سږ کال به په دغه ولايت کې تر پنځه ميليون پورې نيالګي په خصوصي او دولتي کچه کېښودل شي.

 د کرنې او مالدارۍ رييس مولوي عبدالستار محمد وايي، سږ کال به د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد او ولسوالیو کې پنځه نیم میلیون مېوه‌لرونکي او بې‌مېوې نیالګي کېښودل شي.

نوموړی وايي، په یاد شمېر نيالګيو کې ۹۰۰۰ مېوه‌لرونکي او پاتې یې زينتي او نور دي چې یوه برخه يې په دولتي فارمونو او ډېر يې په خصوصي فارمونو کې روزل شوي دي.

هغه له خلکو غواړي چې د نيالګيو اېښودلو ترڅنګ دې د هغو پالنې او ساتنې ته هم پوره پاملرنه وکړي؛ ځکه په وینا یې چې هر کال نيالګي اېښودل کېږي خو د نه ساتنې له امله ډېر یې وچېږي.

د يادونې ده، د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم د عامو خلکو ترڅنګ حکومتي ادارو او يو شمېر ټولنو د نیالګیو ایښودلو ته مخه کړې ده.

Visits: 208

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.