ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راشد خان د سوپرلیګ یوه سیالۍ کې غوره لوبغاړی اعلان شو

راشد خان د سوپرلیګ یوه سیالۍ کې غوره لوبغاړی اعلان شو

author avatar
5 Mar 2023 - 01:32
راشد خان د سوپرلیګ یوه سیالۍ کې غوره لوبغاړی اعلان شو
author avatar
5 Mar 2023 - 01:32

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۱): افغان لوبغاړي راشد خان د پاکستان کرکټ شل اووریزو سیالیو (سوپرلیګ) کې ښه ځلېدلی او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شوی دی.

راشد خان د پاکستان سوپرلیګ سیالیو کې د لاهور قلندر لوبډله کې لوبېږي.

د لاهور قلندر لوبډلې نن خپله اتمه لوبه له ملتان سلطان سره ترسره کړه چې په اسانۍ یې وګټله.

د لاهور قلندر لوبډلې په ټاکلو شلو اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځولو ۱۸۰ منډې جوړې کړې او ملتان ته یې د ۱۸۱ منډو هدف ورکړ.

خو د ملتان ټوله لوبډله د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره  ۱۵۹ منډې جوړې کړې او دغه راز لاهور دا لوبه د ۲۱ منډو په توپیر وګټله.

د لاهور له لوري راشد خان په څلورو اورونو کې د ۱۵ منډو په ورکولو د ملتان درې مهم لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

راشد خان له دې مخکې هم د لاهور لوبډلې په بریا کې مهم رول لوبولی و.

[/restrict]

Views: 254

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.