فیضاباد (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۱): د بدخشان د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر رییس د ښځو او نجونو یوې ځانګړې دیني مدرسې په پرانیستغونډه کې وویل، د اسلامي امارت مسوولین نجونو او ښځو ته د ښوونې او روزنې زمینې برابرولو هڅې کوي.
د «الجامعات الصالحات امالمومنین عایشه صدیقه (رض)» په نوم د ښځو او نجونو ځانګړې مدرسه په فیضاباد ښار کې پرانیستل شوه چې ۵۰۰ کسانو ته د ښوونې ظرفیت لري.
یاده مدرسه د سیمې د علماوو او مخورو په همکارۍ د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر ریاست له خوا، د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر په ودانۍ کې -چې مخکې یې په فیضاباد ښار کې فعالیت درلود- جوړه شوې ده.
د بدخشان د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر رییس مولوي شېراحمد جواد د یاد مرکز په پرانیستغونډه کې وویل: «د ښځو دغه ځانګړې مدرسه په داسې شرایطو کې جوړېږي چې ځينې نجونې فکر کوي د ښوونځي دروازې يې پر مخ تړل شوې، خو په حقيقت کې هغسې چې فکر کوي نه ده، بلکې مسوولین د ښوونې او روزنې زمینې برابرولو په هڅه کې دي.»
دغهراز هغه زیاته کړه: «نن مو د ولایت مقام، علماوو او متنفذینو سره تر مشورې وروسته دغه مرکز جوړ کړ چې اوسمهال ۸ استادان په رسمي توګه ګومارل شوي او ۵۰۰ زدهکوونکو ته د ښوونې ظرفیت لري.»
د هغه په وینا، په یاد مرکز کې ټول شرعي قوانین په پام کې نیول شوي او ډېری چارې یې د ښځو له خوا پر مخ وړل کېږي، خو ځیني نارینه استادان چې تدریس ته راځي، په جلا غرفو کې چې د اختلاط او لیدلو وړ نه دي تنظیم شوي او تدریس کوي.
جواد د نجونو له کورنیو وغوښتل، خپلې لوستې لورګانې د دیني او مسلکي زدهکړو لپاره دغه مرکز ته ور معرفي کړي او د لیلیې او ترانسپورټ پروګرام به وروسته ترتیب شي.
هغه وویل، په یاده مدرسه کې تجوید، حفظ، د حدیث شریف قرات، د عقیدې برخې، اصلاح، اخلاقیات او نور دیني موضوعات د ۷ کلونو لپاره تدریسېږي.
د فيضاباد يو مخور عزيزالله هم د یادې مدرسې پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، د پخواني سياسي نظام له سقوط وړاندې په دغه ځاى کې د بشر حقونو خپلواک کمېسيون دفتر فعاليت درلود.
هغه زیاته کړه: «موږ د یادې مدرسې د ملاټر ترڅنګ، خپلې لوڼې پرته له کومې اندېښنې دغه مرکز ته معرفي کوو څو دیني مسایل زده کړي او ټولنې ته یوه پوه مېرمن واړندې شي.»
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن