ګردېز (پژواک، ١۴ کب ١۴٠١): د پکتيا ګمرک مسوولين وايي، له پاکستانه افغانستان ته قاچاق کېدونکي ۱۰ ډوله نظامي تجهیزات یې ترلاسه کړي دي.
د پکتيا ګمرک رييس محمد داوود ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه نظامي تجهیزات تېره ورځ د ډنډپټان ولسوالۍ په ګمرک کې ترلاسه شوي دي.
هغه وويل، په ترلاسه شوو تجهیزاتو کې څلور ډوله د بېلابېلو وسلو لوی او واړه دوربينونه، ۱۲۰ نظامي چانټې، ۴۵ د مختلفو ټوپکونو کنداغونه، ۱۲۰ د کلاشينکوف کنداغونه، بوکسپنجې او چړې شامل دي.
نوموړي وويل چې یاد نظامي تجهیزات د سوداګريزو توکو په يوه باروړونکي موټر کې ځاى پرځاى شوي وو.
ایوبي زياته کړه، د يادو تجهیزاتو د قاچاق په تور يو کس هم نيول شوى او اړوندو ارګانونو ته سپارل شوى دى.
د يادونې ده، څو مياشتې وړاندې هم د ډنډپټان په ګمرک کې لسګونه هغه تومانچې ترلاسه شوې وې چې له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدلې.
Views: 1135
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن