ترینکوټ (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۱): د اروزګان امنيتي مسوولين وايي، د دغه ولايت په چورې او دهراود ولسوالیو کې د بېلابېلو عملياتو پر مهال ۷۷۰ کیلوګرامه ومان بوټي ترلاسه شوي دي.
د اروزګان ولایت مقام مطبوعاتي مسوول احسانالله حماس پژواک اژانس ته وویل چې تېره ورځ امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په دهراود ولسوالۍ کې ۴۴۰ کیلوګرامه ومان ترلاسه کړي دي.
هغه وويل، دغه بوټي په يوه ټونس موټر کې ځاى پرځاى شوي وو او بلې سیمې ته لېږدول کېدل.
حماس دغهراز وويل چې نن سهار د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د چورې ولسوالۍ په سنګر سيمه کې هم ۳۳۰ کيلوګرامه ومان بوټي ترلاسه کړي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د يادو بوټو د لېږد او قاچاق په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.
هغه وايي، په چورې ولسوالۍ کې ترلاسه شوي ومان په سیمه کې د حکومتي ځواکونو له لوري سوځول شوي دي.
د يادونې ده، له ومان بوټي څخه د نشهيي توکو په جوړولو کې کار اخيستل کېږي.
Views: 103
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن