Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان خبریاله تورپېکۍ امرخېل هم په ایټالیا کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې مړه شوې

کابل (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۱): افغان خبریاله تورپېکۍ امرخېل او د هغې د کورنۍ څلورو غړو هم تېره اونۍ د ايټاليا په سوېلي سمندرګي کې د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې ژوند بایللی دی.

د راپورونو له مخې، دغه کښتۍ - چې له سلو زیات د افغانستان، پاکستان، ایران او صومالیا اوسېدونکي په کې سپاره وو - تېره اونۍ (د کب اوومه) په یاد سمندر کې ډوبه شوه او د ځینو راپورونو له مخې، په دې پېښه کې له سلو ډېر کسان مړه شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د کب په نهمه وویل، په یاده پېښه کې لږ تر لږه ۸۰ افغانان مړه شوي؛ خو په ایټالیا کې د افغانستان سفارت دوې ورځې مخکې وویل چې په دې پېښه کې له مړو شوو کسانو د ۳۲ افغانانو مړي پېژندل شوي دي.

په یاده پېښه کې یوې افغانې خبریالې تورپېکۍ امرخېل هم د خپلې کورنۍ له څلورو غړو سره ژوند له لاسه ورکړی او د کورنۍ یو بل غړی یې ورک دی.

د امرخېل ورور نورالله له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې ویلي، په دغه کښتۍ کې یې خور (تورپیکۍ امرخېل)، او ورېره له خپل خاوند، لور او زوی سره سپاره وو چې د څلور کسانو مړي موندل شوي او یو کس نادرکه دی.

نورالله وایي، د ژغورنې ټیم د دوی د کورنۍ د نادرکه غړي د موندلو په هڅه کې دی.

د هغه د معلوماتو له مخې، دده د کورنۍ یاد غړي له ترکیې څخه د ایټالیا پر لور روان وو او شاوخوا یوه اونۍ یې په اوبو کې مزل کړی و.

د راپورونو له مخې، تورپېکۍ امرخېل نږدې ۱۵ کاله په ملي راډیو تلویزیون او ځینو نورو رسنیو کې د خبریالې په توګه کار کړی و او تېر کال له افغانستانه وتلې وه.

دا په داسې حال کې ده چې څو اونۍ مخکې د ۱۸ افغان کډوالو مړي په بلغاریا کې په یوه لارۍ وموندل شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.