کابل (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۱): د خوړو او درملو ادارې مسوولین وایي، روان کال په کابل ښار کې ۳۷۹ درملتونونه د خپلسري فعالیت او مسلکي کسانو نه درلودلو له امله تړل شوي دي.
د درملو او خوړو ادارې ویاند ډاکټر هژیر پژواک اژانس ته وویل، د روان کال له وري میاشتې راهیسې په کابل ښار کې له ۱۷۶۵ درملتونونو څارنه شوې چې له دې ډلې ۳۷۹ یې مهرلاک شوي دي.
نوموړی وایي، په دغو درملتونونو کې یو شمېر یې په خپلسر فعالیت کاوه او ځینو یې بيا مسلکي کسان نه درلودل، نو ځکه تړل شوي دي.
هژیر زیاتوی، په همدې موده کې له یادو درملتونونو څخه سلګونه قلمه درمل هم د دغې ادارې له لوري ضبط شوي دي.
د خوړو او درملو ادارې ویاند وویل: «په دغه ضبط شوو درملو کې ځیني یې تاریختېر دي، ځیني یې په غېرقانوني توګه هېواد ته وارد شوي او یو شمېر نور درمل بیا مشکوک دي چې د دې ادارې په لابراتوارونو کې به یې کیفیت چک شي.»
نوموړی وایي، په ضبط شوو درملو کې ځیني داسې ترکیبي درمل هم شامل دي چې د طب له نظره کارول یې ښه نه دي او روغتیا ته زیان رسوي.
هغه وایي، تر اوسه د خوړو او درملو اداره یوازې په کابل کې له درملتونونو څخه څارنه کوي او راتلونکی کال به له نوي تشکیل سره په ولایتونو کې هم نظارت پیل کړي.
هژیر وویل، د درملو ادارې ټیمونه شپه او ورځ د درملو له شرکتونو څخه نظارت کوي او هر څوک چې د قانون خلاف کار وکړي او یا هم داسې درمل هېواد ته وارد کړي چې د خلکو په ضرر وي، د دې ادارې له لوري ضبط کېږي.
بلخوا بیا د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان د تېرې سلواغې میاشتې په ۲۹مه پژواک اژانس ته ویلي و چې په تېر یونیم کال کې ۴۲۵ د غاښونو کلینیکونه طبي اصولو ته د نه پاملرنې له امله تړل شوي دي.
Views: 106
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن