Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې د څه کم ۵۵۰ زره ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي او ټولنیز مرکز ودانیو جوړولو چارې پیل شوې

[restrict paid="true"]

مهترلام (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۱): په لغمان  ولایت کې د څه کم ۵۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوې لېسې او ټولنیز مرکز ودانیو جوړولو چارې پیل شوې.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د الینګار ولسوالۍ په سنګره سیمه کې د  UNHCR موسسې له خوا د سنګر دویم نمبر د نجونو لېسې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

سرچینې زیاته کړې، د دې پروژې پرانیستنې مراسمو کې د لغمان والي قاري ذین‌العابدین عابد وویل، پر دې ودانۍ ۲۹۰ زره امریکايي ډالر لګښت راځي چې د UNHCR موسسې له خوا ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړه، دغه ودانۍ به ۱۲ درسي، ۴ اداري خونې، د اوبو شبکه، تشنابونه او احاطوي دېوال ولري چې د لسو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

د یو بل خبر له مخې، د لغمان د مرکز مهترلام په دویمه ناحیه کې د UNHCR موسسې په مالي ملاتړ د ٢٥٠ زره ډالرو په لګښت د کډوالو او سيمې اوسېدونکو ځوانانو لپاره د ټولنیز مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د دغه مرکز پرانیستلو په مراسمو کې د لغمان والي قاري زین‌العابدین عابد، د UNHCR موسسې د ختیځ زون مسوول ویلیم، د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالنور رسولي، د کډوالو چارو استازي او د پروژې انجنيرانو ګډون کړی و.

والي قاري زين‌العابدین عابد وويل، دغه مرکز په دوو پوړونو کې د UNHCR موسسې په مالي ملاتړ جوړېږي چې په کې ۸ خونې، جومات، د اوبو شبکه او احاطوي دېوال جوړول شامل دي.

هغه زياته کړه، په دغه مرکز کې له ګڼ شمېر کډوالو او د سيمې اوسېدونکو ځوانانو ته د کمپیوټر، انګلیسي ژبې زده‌کړې او بدني روزنه ورکول کېږي.

د یادونې ده، د دغه مرکز جوړولو چارې به د یو کال په موده کې بشپړې شي.

[/restrict]

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.