ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اسلامي نړۍ علماوو یو پلاوی به نږدې راتلونکي کې کابل ته راشي

د اسلامي نړۍ علماوو یو پلاوی به نږدې راتلونکي کې کابل ته راشي

author avatar
7 Mar 2023 - 13:56
د اسلامي نړۍ علماوو یو پلاوی به نږدې راتلونکي کې کابل ته راشي
author avatar
7 Mar 2023 - 13:56

کابل (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۱): د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال، له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام په اړه د اسلامي همکاريو سازمان له څرګندونو هرکلی کړی او دغه سازمان وایي، په نږدې راتلونکي کې به د دیني علماوو یو پلاوی کابل ته سفر وکړي.

د افغانستان د ریاست‌الوزرا دفتر پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د اسلامي همکاريو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او ورسره پلاوي سره په ارګ کې کتلي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، طارق ‌علي بخیت په دغه لیدنه کې ویلي چې د یاد سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په وروستۍ ناسته کې له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام او دغه‌راز د پراختیایي پروژو په برخه کې له افغانستان سره پر مرستو ټینګار شوی او پرېکړه یې کړې چې یو فني او تخنیکي ټيم دې د افغانستان د نورو اړتیاوو ارزونې لپاره دغه هېواد واستول شي.

هغه ویلي: «په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې د اسلامي علماوو یو پلاوی افغانستان ته سفر وکړي.»

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د یادو څرګندونو هرکلی کړی او د بشري ځواک د وړتیا لوړولو، روغتیا او نورو برخو کې یې هم له افغانستان سره د یاد سازمان د مرستو غوښتنه کړې ده.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د اسلامي همکاریو سازمان کولای شي په افغانستان کې مهم او مثبت رول ولوبوي.

هغه زیاته کړې، په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی، عمومي بښنه اعلان شوې، اداري فساد ختم شوی او د نشه‌یي توکو کښت، قاچاق او سوداګري - چې د ټولې نړۍ لپاره لوی مصیبت وو- منعه شوي دي.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال همدارنګه ویلي، که د اسلامي همکاریو سازمان ناستو ته په بېلابېلو کچو د اسلامي امارت استازي ور وبلل شي، له هغوی سره سلاوې وشي او په مستقیم ډول یې نظریات واورېدل شي، نو اغېزناکې پایلې به ولري.

نوموړي په دغه لیدنه کې د اسلامي هېوادونو له شرکتونو غوښتي چې د کانونو را ایستلو، انرژۍ تولید، مواصلاتو او نورو برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د اسلامي همکاریو سازمان یو پلاوی څه موده مخکې هم افغانستان ته راغلی و. دغه سازمان د روان کال په مرغومي میاشت کې په سعودي عربستان کې، د افغانستان سرپرست حکومت له خوا د افغان ښځو او نجونو پر زده‌کړو د لګول شوو بندیزونو په اړه غونډه وکړه او په یوه اعلامیه کې یې د ښځو د زده‌کړو او کار ځنډول د اسلامي ارزښتونو نقض ګڼلی و.

اسلامي امارت د ښځو د تعلیم په اړه د یاد سازمان اندېښنې د درک وړ بللې او ویلي، په یاده برخه کې یې موقتي ګام اخیستی چې د زمینې په برابرېدو سره به دغه اندېښنه هم رفع شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.