[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۱): د کار نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په مياشت کې په دولت کې له تحول راهيسې د ښځو د کار کچه په کمسارې توګه راټیټه شوې ده.
د دغه سازمان له خوا پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د کار نړیوال سازمان له لوري يوه ترسره شوې ارزونه په ډاګه کوي چې واک ته د طالبانو له رسېدلو څخه وروسته څرنګه د ښځو لپاره د کار د بازار امکانات په غیر متناسب ډول زيانمن شوي دي.»
سرچينه زياتوي، د کار د نړیوال سازمان (ILO) له لوري د خپرو شويو تازه شمېرو له مخې، په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په مياشت کې په دولت کې له تحول راهيسې د ښځو د کار کچه په کمسارې توګه راټیټه شوې ده.
سرچينه کاږي، اټکل شوی دی چې د ۲۰۲۲ کال په څلورمه ربع کې د ښځو د کار او استخدام کې د ۲۰۲۱ کال د دويمې ربعې، يعنې له بحران څخه د مخکې حالت په پرتله ۲۵ سلنه کموالی راغلی دی. دا په داسې حال کې ده چې په همدې موده کې د نارینه وو د کار او استخدام په کچه کې يواځې ۷ سلنه کموالی لیدل شوی دی.
د خبرپاڼې په حواله، د کار په بازار کې د ښځو د ونډې پر وړاندې موجودو محدوديتونو دې کمښت ته لاره هواره کړې ده. له بله پوله، کورنۍ شخصي کاروبارونو ته د کار په بازار کې د ښځو د ونډې اصلي بڼه ګرځېدلې ده چې د دې شمېرې د لا زياتو راټيټېدلو مخه يې نیولې ده.
خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د کار د نړیوال سازمان مشر همغږي کوونکی رامين بهزاد په دې تړاو ويلي: «د نجونو او ښځو پر وړاندې محدوديتونه د هغوی پر زده کړو او د کار د بازار پر امکاناتو باندې خورا سختې اغېزې لري.»
هغه زياته کړې، د ټولو ځوانو ښځو او نارینه وو لپاره باکیفیته زده کړو او روزنې ته د لاسرسي تأمينول او همدارنګه د هغوی لپاره د غوره او ګټورو کاري فرصتونو برابرول د افغانستان د اقتصاد او ټولنې د راتلونکې لپاره يوه اساسي ننګونه او لومړيتوب دی.
د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، يو نوی راپور «په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې کار: د اغېزو چټکې ارزونې» موندلې ده چې د ۱۵ تر ۲۴ کلونو عمر لرونکو ځوانانو کارموندنې او اشتغال هم سخت او غیر متناسب اغېز لیدلی دی. اټکل شوی چې د ۲۰۲۲ کال په څلورمه ربع کې د ځوانانو په کارګومارنه او اشتغال کې د ۲۰۲۱ کال د دويمې ربعې په پرتله ۲۵ سلنه کموالی راغلی دی.
سرچينه کاږي، اټکل شوی چې د ۲۰۲۲م کال په څلورمه ربع کې د افغانستان د ټولو دندو (رسمي او نارسمي) کچه له تحول څخه دمخه کچې په پرتله ۴۵۰۰۰۰ کمه وه او په دولت کې له بدلون څخه پرته د يوې فرضي سناريو په پرتله له ۹۰۰۰۰۰ څخه په زياته اندازه کمه وه.
سرچينه زياتوي، سربېره پردې د کار عاید په خورا شديده توګه زیانمن شوی دی او په زياتېدونکې توګه بې ثباته يا نوسانه کېږي چې په ځانګړې توګه هغه کورنۍ زيانمنوي چې د خوراکي او نورو مصرفېدونکو توکو د بیو د لوړوالي له امله په خورا سخت حالت کې قرار لري.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت مسوولینو په ځلونو ويلي چې ښځو ته په افغانستان کې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې حقونه ورکول کېږي.
[/restrict]
Views: 64
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن