Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوړو زده‌کړو وزير: د نجونو زده‌کړې په مطلق ډول نه بلکې تر امر ثاني ځنډول شوې دي

کابل (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۱): د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست وایي، د نجونو د لوړو زده‌کړو بهیر په مطلق ډول نه بلکې تر امر ثاني پورې ځنډول شوى او خلک دې داسې غوښتنې نه کوي چې د افغانستان کلتور او د اسلام دين ورته اجازه نه ورکوي.

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر مولوي ندامحمد ندیم دغه څرګندونې نن (د کب ۱۶مه) په کابل پوهنتون کې د عبدالله ابن مسعود د تخصصاتو ریاست د افتا او قضا څانګې د ماسټرۍ پروګرام په فراغت‌غوڼده کې وکړې.

هغه وویل، په دې وروستیو کې خلک او رسنۍ د نجونو لوړو زده‌کړو ته ډېر متوجه دي خو په هېواد کې د نجونو د لوړو زده‌کړو بهیر په مطلق ډول نه بلکې تر امر ثاني پورې ځنډول شوى دى.

نوموړي د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، خلک دې له دوى څخه داسې غوښتنې نه کوي چې د اسلام دين او د افغانستان کلتور ورته اجازه نه ورکوي.

نديم زياته کړه، دوى له ښځو سره کومه دښمني نه لري او همدا مهال د هېواد د ټولو دولتي پوهنتونونو ښځینه استادانو ته تنخواوې ورکوي.

د کابل په ګډون د سړو سیمو پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو موسسو درسونه پرون د کب په ۱۵مه په داسې حال کې پیل شول چې نجونې لا هم لوړو زده‌‌کړو ته لاسرسی نه لري.

په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته نوي سرپرست حکومت لومړی د نجونو پر ثانوي زده‌کړو بندیز ولګاوه، خو د تېرې لېندۍ میاشتې په ۲۹مه د لوړو زده‌کړو وزارت د پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ وتړلې.

د لوړو زده‌کړو وزارت څو ورځې مخکې اعلان کړی چې د کب په ۱۵مه به د سړو سیمو پوهنتونونه یوازې د ذکورو محصلینو پر مخ پرانیستل شي.

دغه غونډه د لوړو زده‌کړو وزارت تر چتر لاندې د کابل پوهنتون د عبدالله بن مسعود د تخصصاتو ریاست د افتا او قضا د ماسټرۍ له پروګرام څخه د ۳۷ کسانو د فراغت په موخه جوړه شوې وه.

په یاده غونډه کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني وویل، په هېواد کې د مدرسې، ښوونځي او پوهنتون ترمنځ واټن باید له منځه یووړل شي.

نوموړي فارغانو ته په خطاب کې وویل، تاسو ته یو لوی مسوولیت له غاړې شوی، باید خپلو مسوولیتونو ته په غور سره پام وکړئ.

هغه زیاته کړه چې حکومت بايد قاضیانو ته داسې مالي امکانات برابر کړي څو بل چاته اړ نه شي او خپلې چارې په خپلواکه توګه مخې ته یوسي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.