کابل (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۱۲ هېوادونو کې پر خوارځواکۍ اخته امیدوارو او شېدېورکوونکو مېرمنو شمېر ۲۵ سلنه ډېر شوى دى.
یونیسف نن په خپله ټویټرپاڼه کې په یوه راپور کې ویلي، د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۱۲ هېوادونو کې امیدوارې او شېدېورکوونکې مېرمنې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
سرچینې ویلي، په دغو هېوادونو کې افغانستان، بورکینا فاسو، چاد، ایتوپیا، کینیا، مالي، نیجر، نایجیریا، سومالیا، جنوبي سوډان، سوډان او یمن شامل دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یادو هېوادونو کې له ۲۰۲۰ کال راهیسې د امیدوارو او شېدېورکونکو مېرمنو شمېر چې پر سختې خوارځواکۍ اخته شوې، له ۵،۵ میلیون څخه ۶،۹ میلیون ته ډېر شوی چې ۲۵ سلنه لوړوالی ښیي.
یونیسف لیکلي، په اوکراین کې د جګړې دوام، په ځینو هېوادونو کې بېثباتي او وچکالۍ په نړۍ کې د تغذیې بحران لا سخت کړی دی.
دغهراز یونیسف د روان کال په لېندۍ میاشت کې هم ویلي و چې په راتلونکي زېږدیز کال کې به شاوخوا اته سوه ۷۵ زره افغان ماشومان د ډېر ډنګروالي له امله خوارځواکي شي.
د اړوندې موضوع په اړه د عامې روغتيا وزارت تر اوسه د پژواک اړيکه نه ده ځواب کړې.
Views: 58
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن