[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۱): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیلالرحمن حقاني له علماوو غوښتي چې له جذباتي پرېکړو ډډه وکړي.
د دغه وزارت له خوا د کب په ۱۶مه په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي دا څرګندونې د عبدالله بن مسعود جامعې د افتاء او قضاء د تخصص په فراغتغونډه کې وکړې.
هغه زیاته کړه، افغانستان داسې شخصیتونو ته اړتیا لري چې د شریعت له تقاضاوو او د ملت له اړتیاوو خبر وي.
نوموړي وویل، افغانانو ۴۰ کاله د داسې ورځې په هیله وو څو داسې یو نظام ولري چې پرېکړې یې په قالالله او قالالرسول وي او نن دغه هیله پوره شوې ده، اوس د داسې شخصیتونو روزولو ته اړتیا ده چې د اسلامي شریعت له غوښتنو او د ملت له اړتیاوو خبر وي.
حقاني زیاته کړه، محکمه په نظام کې د سر حیثیت لري، که محکمه قوي او واک لرونکې وي، مسلکي اشخاص ولري او پرېکړې یې د اسلامي شریعت پر بنسټ وي نو عدالت به قایم شي او هېواد به پرمختګ وکړي.
د کډوالو چارو وزیر پر اتحاد او یووالي ټینګار وکړ، ویې ویل، د جومات، مکتب، پوهنتون او مدرسې ترمنځ واټن باید له منځه یووړل شي او علماء باید جذباتې پرېکړې ونه کړي.
[/restrict]
Views: 629
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن