[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۱): اروپايي ټولنې پر درېيو بنسټونو او نهو کسانو – چې دوه په کې د افغانستان سرپرست حکومت وزيران دي – بنديزونه لګولي دي.
د اروپایي ټولنې شورا له خوا د کب په ۱۶مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه بندیزونه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د هغوی له حقونو د سرغړونو غبرګون کې لګول شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې پر یادو ادارو او کسانو د ویزې بندیز ترڅنګ به د هغوی شتمنۍ هم په اروپایي ټولنه کې کنګل کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو نهو کسانو کې د افغانستان د سرپرست حکومت د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم او د امر بالمعروف وزارت سرپرست وزیر محمدخالد حنفي شامل دي.
Violence against women and girls: @EUCouncil sanctions nine individuals and three entities under its Global #HumanRights regime.
The EU is committed to promote and protect human rights around the world.
👇
— EU Council Press (@EUCouncilPress) March 7, 2023
د یادونې ده، د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت په تېر ډسمبر کې په پوهنتونو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی چې تر اوسه دوام لري.
دغه راز د امر بالمعروف وزارت پر ښځو یو شمېر بندیزونه او محدویتونه لګولي چې د نړۍوالو له کلکو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبيحالله مجاهد له بيبيسي سره په خبرو کې دغه بنديزونه بې اساسه او بې ګټې بللي دي.
نوموړي ويلي: «په تماسونو، تفاهم او ډيالوګ ډېر څه کېدلی شي او بنديزونه حللاره نه ده.»
د اروپایي ټولنې په بندیزونو کې د روسیې د پلازمېنې مسکو دوه پولیس افسران، ډګروال الکساندر فیدورینوف او د هغه مرستیال ایوان ریابوف هم په نښه شوي چې د جګړې ضد ښځینه مظاهرهکوونکو د نیولو او شکنجه کولو د امر پر ورکولو تورن دي.
همدارنګه د روسیې ځانګړو ځواکونو قوماندان تورن جنرال نیکولای کوزنیتسوف او د ټانک قوماندان ډګروال رامیل اباتولین نومونه هم په کې شامل دي چې د دوی واحدونه په اوکراین کې په سیستماتیک ډول پر جنسي تېریو او جنسي سرغړونو تورن دي.
د ایران د تهران د «قرچک» زندان د هغه ځای په توګه په دغه لېست کې شامل دی چې ساتونکي یې پر ښځو جنسي تېري کوي او د درواغو اعترافاتو اخیستلو لپاره د هغوی پر وړاندې په جنسي ځورونو لاس پورې کوي.
دغه راز په سوېلي سوډان کې پر دوو چارواکو ګاتلواک نیانګ هوت او ګورډن کوانګ بیل بندیزونه لګول شوي چې “د جنګ د تاکتیک په توګه له جنسي تاوتریخوالی پر پراخې او سیستماتیکې کار اخیستنې” تورن دي.
د میانمار د کورنیو چارو مرستیال وزیر توی یوی هم په دغو بندیزونو کې شامل دی؛ پر هغه تور دی چې پوځي امنیتي اجنټانو ته یې اجازه ورکړې چې «د نارینه، ښځو او د جنستي ټولنو د غړو د خپل سر توقیف او پوښتنو او تحقیقاتو پر وخت د اجباري بربنډونې، جنسي تېري، برقي شاکونو، د هغوی د تناسلي الو سوځولو او له تاوتریخوالي کار اخلي.»
د سوریې جمهوري ګارډ هم په بندیزونو کې شامل دی چې ویل شوي حکومت ورته اجازه ورکړې چې “د جنسي او جندر پر بنسټ تاوتریخوالی د سوریې د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د ځپلو او ډارولو لپاره وکاروي.»
[/restrict]
Views: 418
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن