[restrict paid=”true”]
مزارشریف (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۱): د بلخ ولایت په مرکز مزارشريف ښار کې د فوټبال فدراسيون له خوا په د فوټسال په پیل شوو ژمنيو سياليو کې د سلطاني لوبډلې لومړى مقام خپل کړ.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د افغانستان بدني روزنې او سپورټ عمومي رييس انجنير نظرمحمد مطمین، د افغانستان د فوټبال فدراسيون رييس محمديوسف کارګر، د بدني روزنې او د افغانستان د فوټبال فدراسيون تخنيکي مرستيال حفيظ احمد جان ځدراڼ او د بلخ د بدني روزنې او سپورټ رییس مولوي نورعالم بدر ګډون کړی و.
د بدني روزنې او سپورټ عمومي رئیس انجنیر نظرمحمد مطمئن وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت به دې برخه کې له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي او د هېواد ځوانانو ته به سیالیو لپاره ښه زمینه برابره کړي.
مطمین ژمنه وکړه، چې د سپورټ په برخه کې به د هېواد له ځوانانو سره اوږه پر اوږه ولاړ وي او ملاتړ به یې کوي، څو د هېواد ځوانان نړۍ ته خپل استعدادونه وښيي.
د يادونې وړ ده، چې په یادو سیالیو کې ۲۸ لوبډلو برخه اخیستې وه، چې په پایله لوبه کې سلطاني لوبډلې طاهريان لوبډلې ته د ۱ پر ۴ ماتې ورکولو سره د یادو سیالیو اتلولي وګټله.
[/restrict]
Views: 43
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن