کابل (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۱): په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، ۷۴ افغان بندیان د سند ایالت له زندانونو ازاد او هېواد لېږدول شوي دي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، تېره ورځ د دغه سفارت او په کراچۍ کې د افغان جنرل قونسلګرۍ په هڅو ۷۴ افغان بندیان د سند ایالت له زندانو ازاد او هېواد ته منتقل شول.
سرچينې لیکلي چې تر دې دمه ۱۵۳۷ افغان بندیان د پاکستان له زندانونو ازاد او د سفارت او قونسلګرۍ په لګښت هېواد ته لېږدول شوي دي.
د یادونې ده، څلور ورځې مخکې هم د کراچۍ له زندانه ۱۳۷ افغانان خوشي شوي وو.
Views: 31
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن