Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې څارويو ته د لېونتوب ضد واکسين کمپاين پيل شو

جلال‌اباد (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۱): ننګرهار ولايت کې د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري په څارويو کې د لېونتوب مخنيوي په موخه د واکسين کمپاين پيل شو.

چارواکي وايي، د دغه کمپاين پر مهال به ۲۷۶ زره څارويو ته د لېونتوب او ۳۷۰ زرو ته د چينجيو مخنیوي واکسين تطبيق شي.

د ننګرهار ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امر ډاکتر محمدضمیر بهسودي وويل، ياد رياست د کرنيز پرمختګ لپاره د نړۍوالو مرستو ادارې (IFAD) په مالی ملاتړ او د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې (DCA) په تخنیکې همکارۍ د ننګرهار ولایت ۲۱ ولسواليو کې څارويو ته واکسين کوي.

هغه زياته کړه، د ياد کمپاين پر مهال به څارویو ته د لېونتوب او د چنجيو مخنیوي په موخه واکسين وشي چې ورسره به څاروي وژغورل شي او مالداري به پايښت پيدا کړي.

دی وايي: «په دغه واکسين کې پسونو، وزو، خوسکيو او غواګانو ته په دوو کمپاینونو کې ۲۷۶ زره او ۷۰۰ دوزه د لېونتوب مخنيوي او ۳۷۰ زره دوزه د چنجيو ضد واکسين او درمل تطبيقېږي.»

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغه کمپاين او واکسين د تطبيق لپاره په ۲۱ ولسواليو او مرکز جلال اباد ښار کې سلګونه واکسيناتورانو او وترنرانو ته روزنه ورکړل شوې ده.

غلام حسين چې د دغه کمپاين لپاره يې خپل څاروي راوستي وو، وايي، دا ډول واکسين د څارويو د ژوند ژغورنې لپاره ډېر ګټور دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.