پلخمري (پژواک، ١٧ کب ١٤٠١): د بغلان په مرکز پلخمري کې د ١١،٥ ميليون افغانيو په لګښت پر شپږ کیلومتره سړک د جغل اچولو چارې پیل شوې.
د پلخمري ښاروالۍ د مالي او اداري چارو مسوول انجنیر شېرمحمد احمدزي د کب په ١٧مه پژواک اژانس ته وویل چې د مرکز اړوند د کرکر په سیمه کې پر شپږ کیلومتره سړک د جغل اچولو کار پیل شو.
دی وایي، پر یاد سړک ١١،٥ ميليون افغانۍ لګښت راځي چې په جوړېدو سره به يې خلکو ته د تګ راتګ اسانتياوې برابرې شي.
دغه راز د کرکر سیمې يوه قومي مشر مولوي عبدالله پژواک ته وويل چې پر دغه سړک شاوخوا څلور زره کورنۍ تګ – راتګ کوي خو له ډېرو کلونو ويجاړ دى.
هغه وويل چې په جغل اچولو سره به تر ډېره خلکو ته د تګ راتګ پر مهال اسانتياوې رامنځته شي.
Views: 80
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن