ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له پاکستان سره د درېيو شل اوريزو لوبو لپاره د تمريناتي کمپ لوبډله اعلان شوه

له پاکستان سره د درېيو شل اوريزو لوبو لپاره د تمريناتي کمپ لوبډله اعلان شوه

author avatar
8 Mar 2023 - 17:14
له پاکستان سره د درېيو شل اوريزو لوبو لپاره د تمريناتي کمپ لوبډله اعلان شوه
author avatar
8 Mar 2023 - 17:14

کابل (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۱): د افغانستان کرکټ بورډ له پاکستان سره د درېيو شل اوریزو لوبو ترسره کولو لپاره د چمتووالي په موخه د تمریناتي کمپ ۲۳ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

دا په داسې حال کې ده چې افغان کرکټ ملي لوبډله به د روانې مارچ میاشتې په ۲۵مه، ۲۷مه او ۲۹مه له پاکستان سره درې شل اوریزه لوبې ترسره کړي.

په دې تړاو په کرکټ بورډ کې جوړه شوې غونډه کې د غوراوي کمېټې مشر نورالحق ملکزي وویل چې افغان کرکټ ملي لوبډله اوسمهال ډېره پیاوړې ده او په تېر اسیا جام کې یې ښې لوبې ترسره کړې.

نوموړی وایي، له پاکستان سره له لوبو مخکې به په عربي امارتو کې ملي لوبډله تمریناتي کمپ ترسره کړي چې ٢٣ لوبغاړي به په کې برخه واخلي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په یادو لوبغاړو کې راشد خان لوبډلمشر، رحمان‌الله ګربز، نجیب ځدراڼ، مجیب ځدراڼ، عظمت‌الله عمرزی، نوین‌الحق، فضل‌الحق فاروقي، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، شاهد کمال، محمدنبی، کریم جنت، ګلبدین نایب، افسر ځاځی، حضرت‌الله ځاځی، شرف‌الدین اشرف، نوراحمد، ظاهر خان، فرید ملک، صدیق اتل، ننګیالی خروټی، نجات مسعود او بلال سمیع شامل دي.

دغه راز کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې له لوري د بنګله‌دېش او سریلانکا پر وړاندې د درې اړخيزو سیالیو لپاره د نولس کلنو ملي لوبډلې نوملړ هم اعلان شو.

په دغو لوبغاړو کې نعمان شاه لوبډلمشر، کامران هوتک مرستیال لوبډلمشر، سهیل خان، سلیمان عربزی، حزب الله درانی، محمد هارون، خالد تڼیوال، وفي الله تره خیل، اکرم محمدزی، جمشید خان، علي احمد، ناصر حسن، فرهاد عثماني، جاوید پکتین، ګلزار خان، نصیر احمد، بشیر احمد، فریدون داودزی، نعمان مومند، یما عرب او خلیل احمد شامل دي.

دغه راز د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې ته به هم په عربي اماراتو کې له لوبو مخکې کمپ جوړ شي او له هغه وروسته به بیا له بنګله‌دېش او سریلانکار سره لوبې وکړي.

د ۱۹ کلنو ملي لوبډله به د روانې مارچ میاشتې په ۱۲مه نېټه د بنګله‌دېش پر وړاندې د څلورو یو ورځنو سیالیو لړۍ پیل کړي.

دغه راز، له یادو سیالیو وروسته به د مارچ په ۱۸مه په اماراتو کې د افغانستان په کوربه‌توب افغان ۱۹ کلنه لوبډله، بنګله‌دېش او سریلانکا ترمنځ درې اړخیزه سیالۍ پيل شي او د همدې میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې به دوام وکړي.

د یادونې ده، د افغان کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي د تمریناتي کمپ لپاره نن عربي اماراتو ته روان شول او د ۱۹ کلنو ملي لوبډله به هم دوه ورځې وروسته د تمریناتي کمپ لپاره اماراتو ته سفر وکړي.

Views: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.